افغانستان

په هیواد کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ۱.۲ ملیونو ته ورسیدی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د بښني نړیوال سازمان نن ورځ په یوه تازه راپور کې وویل چې په وروستیو ۳ کلونو کې د افغانستان دننه د کډوالو شمېر ۱.۲ ملیونه ته پورته شوی چې د تیرو دریو کلونو په نسبت ۵۰ سلنه زیاتوالی دی.

د نوموړي سازمان د سوېلي اسیا د څانګې مشر چمپا پاټیل نن په یوه خبري غونډه کې دغه راپور وړاندي کړ، او وې ویل چې د جګړو او شخړو له امله په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو سره د پام وړ مرستي نه دي شوي چې له امله یې د هغوی د اړتیاو د نه پوره کېدو له امله ژوند ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو روان دی.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال ددغه کډوالو حالت ډېر ناوړه او ستونزمن دی، هغوی ته نه د څښاک لپاره پاکي اوبه رسیږي، نه هم روغتیايي خدمتونه او د خوراک لپاره سالمه غذا.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي کورنۍ د تعلیم او روزني څخه هم بې برخه دي.

جمپا په خپل راپور کې وویل چې د حکومت له خوا د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو او د هغوی د وضعیت د ښه والي په خاطر ډیري ژمني شوې خو کله هم عملي شوي نه دي.

هغه وویل، په کال ۲۰۱۴ کې د بې ځایه شویو کورنیو لپاره یوه ښه کړنلاره تصویب شوې وه، چې کولای سوای د دغو کډوالو ژوند کې بدلون راولي خو دغه کړنلاره د ډیرو وجوهاتو له امله عملي نه شوه چې په هغه کې اداري فساد، په اوسني حکومت کې د ظرفیت نشتوالی او همداسي د نړیوالو بې رخي او عدم دلچسپي.

باید وویل شي چې په کندز، بغلان، هلمند، ننګرهار، روزګان او نورو سیمو کې د جګړو له امله په زرګونو کورنیو خپل له کور کلي بې ځایه شوي، چې زیات اکثریت یې د پښتنو دی.

ځیني شنونکي او مدني فعالان په دې نظر دي چې د هیواد په شمالي ولایتونو کې حکومت پلوه قومي مشران او متعصبي کړۍ د افغانستان د وسلوال پوځ او خپل منصب څخه په استفادې د طالبانو په پلمه له خپلو سیمو د پښتنو شړلو ته ملا تړلې چې په دې وروستیو کې د بغلان ولایت پښتانه په ځانګړې توګه له دې ستونزي سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x