mining samangan

دسمنګان د (۲۹) تنو کارګرانو تلف کیدل دیوې ملې غمیزې په توګه !

نن ټکی آسیا – سرمقاله: په ډیر تأسف سره دروانې میاشتې په (۲۳) نیټه دسمنګان ولایت دروي دوآب ولسوالۍ د ډبرو اوسکرو په کان کې دچارواکو دبي غورۍ له امله (۲۹) تنه بیوزله کارګران دکان دنړیدو له امله ووژل شول.

په دغې ویرجنې پیښې کې په مجموعي توګه (۵۰) کسان په کان کې بند پاتې شوي چې تراوسه پوري یې یواځې د (۲۹ ) تنو جسدونه را استل شوی او دنورو (۲۱) هغو دژوند او مرګ برخلیک لا نه دی مالوم.

دمحل داوسیدونکو او عیني شاهدانو دوینا په اساس پیښه د انجنیرانو دبي غورۍ له امله منځته راغلې او ښايي دوژل شویو کارګرانو شمیره يي تردي هم لوړه شي ؛

ځکه هغه کسان چې دکان په دننه کې بند پاتې دی د کار ګرانو دعادي امکاناتو په وسیله دهغوئ ژغورنه ناشونې ده او له بلې خوا دکان په محیط کې دمیتان ګاز دانتشار له امله دکان خواته څوک نیږدي نشي ورتللای.

بله د خواشینۍ وړخبره داده چې دحادثې له پیښیدلو سره سم دنوموړی کان داستخراج مسلکي پرسونل او انجنیران ټول له محل حادثې څخه تښتیدلي او له کان څخه دوژل شویو کسانو را ایستل د عامو کلیوالو اویاهم دکار ګرانو دخپلوانو لخوا ترسره کیږي.

افغانستان چې دطبیعي زیرمو او نا استخراج شویو کانونو له پلوه ترټولو غنی هیواد ګڼل کیږي په دې وروستیوکلونوکې دکابل حکومت له یوشمیر بهرنیو کمپنیو سره دکانونو د استخراج په اړه څو قراردادونه لاسلیک کړي.

سره له دې چې حکومت او قرارداد کوونکې کمپني دکانونو داستخراج په مهال دخپلو کارګرانو دژوند ژوغورلو اساسي مسؤلیت لري او هغوئ باید دوخت له غوښتنې سره سم داسې پرمختللي وسائل ورته مهیأ کړي چې هم په فني توګه ورباندې دکندنې چارې په آساني ترسره کیږي اوهم یې دخطر په مهال دژوند وژغورل چانس ممکن وي .

خو له بده مرغه چې په افغانستان کې دموجود اداري فساد له امله هرکارته توجه له پامه لویدلې او دهرچا اصلي موخه دخپلو شخصي مفاداتو ترلاسه کول دي ، نه داچې هالته دکاري ځواک (کارګرانو) انساني حیثیت په نظرکې ونیول شي اویا دې د دا شاني حوادثو دپیښیدو په صورت کې دهغوئ دژوند ژغورلو لارې چارې وسنجول شي.

کوم بهرني شرکتونو اوکمپنۍ چې دکانونو داستخراج قرارداد کوي هغوئ هم دهیواد دنامناسبه امنیتي شرائطوله مخې داستخراج اوکندنې چارې د افغان کار ګرانو په ذریعه ترسره کوي ؛ ځکه داهم په اقتصادي لحاظ هغوئ ته په ټیټ قیمت تمامیږي او هم يې خپل بهرنی پرسونل دجګړه ایزو پیښو له ضرره خوندي پاتي کیږي .

افغان کار ګران بیا دهمدغو کانونو دکیندنې چارې په غیر مسلکي توګه دغیر فني پرسونل په ذریعه ترسره کوي چې په زیاتره ځایونو کې د داشانې ویرجنو پیښو دپښیدو لامل ګرځي .

که څه هم چې دکانونو د استخراج په مهال دنړۍ په پرمختللیو هیوادنوکې هم کله ناکله داسې ویرجنې پیښې رامنځته کیږي ،خو هالته دومره وي چې دپیښې قربانیانو ته په ډیر درنښت کتل کیږي ، دهغوئ دمړیو او زخمیانو په دولتي کچه پالنه کیږي او د بیغورۍ له امله دپیښې عاملین ترسختي قانوني مؤاخذې لاندې نیول کیږي ، چې له ډیره بده مرغه زمونږ په چارواکو اوهیواد کې دغه اهتمام هیڅ نه لیدل کیږي.

همدا اوس دسمنګان دکان کیندلو مسؤل انجنیران تښتیدلي او حکومت یواځې دهر زخمي او وژل شوي کار ګر په سر دهغوئ وارثینوته ډیره محدوده مرسته منلې ، اونور په مستقبل کې دداشانې حوادثو دمخنیوي په غرض هیڅ تضمین نه دي موجود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د