افغانستان

مجاهد: په کندوز کې نیول شوي کسان د نظم عامه پولیس او کمانډو عسکر دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): طالبانو تېره شپه د کندز ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې یو شمېر موټر درولي او زیات شمېر مسافر یې برمته کړي وه.

د کندوز د علي اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله فقیر رسنیو ته ویلي وه چې طالبانو ۳ ملي بسونه، ۳ فلاینګ کوچونه او ۴ کورولا ډوله موټر درولي او مسافر یې له ځان سره بیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې ویلي چې دوی ته دقیق استخباراتي معلومات رسیدلي وه چې پر دغه لاره د ملکي لباس او ملکي موټرو څخه په استفادې د نظم عامه پولیس او کمانډو عسکر سفر کوي، ځکه دوی د لارې موټر را وګرځول او له مسافرو څخه یې څیړني پیل کړې.

مجاهد وویل چې ۳ ملي بس موټر او یو فلاینګ کوچ ډوله موټر یې را وګرځول چې په هغو کې دوی ته ۲۶ پولیس او کمانډو عسکر په لاس ورغلل، او پاته ټول کسان یې بیرته خوشي کړل.

نوموړي زیاته کړې چې د نیول شویو کسانو سره داسي اسناد او کارتونه هم وه چې ثابتوي دوی دولتي عسکر وه او د ملکي لباس څخه یې په استفادې یې په ملکي موټرو کې سفر کاوه.

د طالبانو ویاند ویلي چې له دغو عسکرو څخه شپږو تنو پر طالبانو برید وکړ او د تيښتي هڅه یې وکړه خو د طالبانو په عکس العمل کې شپږو واړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

طالبانو ته نیژدې یوې بلي سرچیني نن ټکی اسیا ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر نهه تنه دی.

مجاهد وویل: «دا کسان ملکي خلک نه بلکې د کابل ادارې نظامي کارکونکي دي چې د شواهدو سره نیول شوي او په اړه يې دقیق استخباراتي معلومات موجود وو».

بل خوا د کندوز ولایت ویاند محمود دانش رسنیو ته ویلي چې د علي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ مسافر وړونکې موټر درول شوي او سپرلي یې طالبانو له ځانه سره برمته کړي دي، چې د هغو څخه طالبانو ۱۵۰ کسان خوشي کړي او ۳۵ تنه یې لا له ځانه سره ساتلي دي.

نوموړي وویل چې د پولیسو د معلوماتو له مخي ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د کندوز ولایت ویاند زیاته کړې چې تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو دغه کسان چیرته لیږدولي دي، خو په خبره یې، امنیتي ځواکونه به د دوی د ژغورني لپاره هلې ځلې وکړي.

په ټولنیزو پاڼو کې د وژل شویو کسانو نشر شوي انځورونه: (نن ټکی اسیا ته ددې انځورونو د کره والي په اړه معلومات نشته)
kunduz police killed 1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx