مه وژنئ خلګو دا سپېڅلي خلګ

helmand_old_men_in_front_of_weaponپه زړه نتلي زورېدلي خلګ

غمو خوړلي سوځېدلي خلګ

باطل، باطل او حق ته حق وايي تل

مه وژنئ خلګو دا سپېڅلي خلګ

بل ته دخپل کور دروازې ورښيي

بلا اخيستي زموږ دکلي خلګ

تش خاطرې يې راته يادي پاته

نور خو مو هېر دي هغه تللي خلګ

دنوي عصر شيطانان وګوره

دلته هغوى په کاڼو ولي خلګ

دمظلوم چيغي فريادونه ګوري

په غوږو نه اوري دا څلي خلګ

دوى په اټوم خپل ملتونه ساتي

موږ ته پراته زخمي ويشتلي خلګ

زه رحیمي دهغو حال وايمه

په شپه او ورځ چي ژړېدلي خلګ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.