نړۍ

دامریکې دسمندري ځواکونو په مرکزي قومندانۍ دبرید له امله: په ټول واشنګټن کې بیړنی حالت اعلان شو

نن سهار دواشنګټن په محلې وخت ۸-۳۰ بجې  دریو نفرو وسله والو برید ګرو په واشنګټن کې دامریکا دسمندري ځواکونو په مرکزي قومندانۍ وسله وال برید کړی چې دنړیوالوخبري رسنیو درپوټونوپه اساس تراوسه ددغه برید  له امله ۱۲ کسان وژل شوي او نامعلوم شمیر نور ټپیان دي .

دبرید له لومړیو شیبوسره په واشنګټن کې دامنیتي ځواکونو لخوا بیړنی حالت اعلان شو ، په واشنګټن کې درونالد ریګن هوايي ډګرالوتنې تعطیلې او ددې ښارټول امنیتي ځواکونو دتیارسي په حال کې شول .

دامریکي ولس مشر بارک اوبا ما په یوه غیر عادي حالت کې دخبریالانو په مخکې را ښکاره اودغه برید یې بزدلانه برید وباله او دهغه دعاملینو دپیژندلو اوبیا دقانون منګولوته دسپارلو غوښتنه يي وکړه .

دم ګړی  دبرید ګرو او دهغوئ په ډزوکې دوژل شویو اوژوبل شویو کسانو په اړه له هیچاسره پوره او نهايي معلومات نشته ځکه برید لاهم دوام لري او دوژل شویو شمیره له ۴ کسانو څخه تراوسه ۱۲ ته لوړه شوي ده .

امنیتي ځواکونو اعلان کړی چې تراوسه يې د دریو برید کوونکوله جملې څخه  یو تن وژلی او دوه تنه نوريې پیرونوته دوام ورکوي ، خو دهغوئ په وینا چې امنیتي ځواکونه په دې توانیدلې  چې د بريد ځای ته داخل شي.

دبرید دځای ټولو اوسیدونکوته ویل شوی چې په خپلو ځایونکې ځان غلی کړی او له هر راز ګرځیدو راګرځیدو ځان وساتي.

. فرانس پرس آژانس دواشنګټن دپولیسو دمشرې كاثي لانير له خولې وايي چې  برید ګر دری نفره دی چې یویې سپین پوستي اوپه لاسي توفنګچه مسلح دی  اوبل یې تورپوستی اوتوماتیکه وسله ورسره ده اودواړو په خوندي ځای کې ځان پټ کړی .

دیاولو وړده چې دامریکې دسمندري ځواکونو په دغه اړوند مرکزکې ۳۰۰۰ کسان اوسیږي او ترسختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x