ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۴)

لیکوال:- دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن:- رحمت الله مومن

۞ له ازموینو څخه مه وېرېږه، ځکه کله کله لورېینه هم کېدای شې!

دکتور سیمویل جانسن وایې:
(( د هرې پېښې مثبت او ښه اړخ ته ځیر کېدل تردې غوره دی، چې د یوه کال په اوږدو کې هره ورځ ډېرې پیسې تر لاسه کړې. ))

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿أَوَلاَ يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لاَ يَتُوبُونَ وَلاَ هُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾
ژباړه: (( ایا دوی دې ته نه ګوری چې هر کال یو یا دوه ځله پر فتنو اخته کولای شی، بیا هم توبه نه وباسی او نه پند اخلی. ))

معاویه رضی الله عنه وایې:
(( حلیم یا صبر کوونکې هغه څوک دی، چې تجربه ولری. ))

ابو تمام د افشین په باب وایې:
(( د الله تعالی ﷻ څومره نعمتونه له هغه سره وو؛ خو داسې برېښیده چې هغه په نااشنایۍ او زولنو کې ژوند کاوه. ))

په سلفو کې یوه تن شتمن ته وویل:
(( زه ستا په اړه یوه لورېینه ګورم، هغه په شکر سره را ایساره کړه. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x