افغانستان

کندز: طالبانو د بایومیټریک په واسطه پوځي منسوبین معلوم کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): افغان امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو د کندز په پېښه کې د بایومیټریک ماشین څخه استفاده کړې او په مټ یې د وسله وال پوځ منسوبین له عامو وګړو څخه تفکیک کړي دي.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې طالبانو تېره شپه په انګورباغ سیمه کې درې موټر درولي او بیا یې ټول مسافرین د عمرخېل سیمې ته انتقال کړي او له هغه ځایه یې د کښتیو په واسطه بلې سیمې ته لیږدولي دي.

نوموړي یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو د بایومیټریک ماشین په واسطه د وسله وال پوځ جنګیالي او منسوبین پیژندلي، هغوی یې برمته کړي او پاتې نور مسافرین یې بیرته خوشې کړي دي.

لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې طالبانو دغه بایومیټریک ماشین څو میاشتې مخکې د کندز ولایت د سقوط پر مهال ترلاسه کړی وه.

نوموړی وايي چې ځینو برمته شوو کسانو له طالبانو سره په جګړه لاس پورې کړی وه، چې له کبله یې د طالبانو له خوا وژل شوي دي. هغه زیاتوي چې اوس یوازې ۱۸ کسان له طالبانو سره برمته دي، چې په خبره یې، د ازادولو لپاره یې هڅې روانې دي.

ښاغلی کامه وال دا مني چې نیول شوو کسانو د وسله وال پوځ سره تړاو درلود، خو زیاتوي چې برحال جنګیالي نه وه بلکې «ترخیص یې اخیستی وه او یا په یو نه یو ډول بایومیټریک شوي وه».

طالبانو نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي وه چې ۲۶ تنه کومانډو عسکر او پولیس یې په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې له ملکي لباس څخه په استفادې په عامه بسونو کې سفر وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې چې نوموړي عسکر یې د «ګوټو د نښو او نورو اسنادو» په واسطه تشخیص کړي. نوموړې زیاته کړې چې پاتې خلک یې له پیژندنې وروسته بیرته خوشې کړي دي.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وايي چې د قومي سپین ږیرو په منځګړتوب یې د دغو کسانو د خلاصون لپاره له طالبانو سره اړیکي نیولي خو د طالبانو له خوا ځواب نه دی ورکړل شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له دې تخنیک څخه په استفادې دولتي نظامي منسوبین پلټي، تر دې وړاندې داسې راپورونه ترلاسه شوي وه چې په ننګرهار، بغلان، تخار او نورو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو بایومیټریک ډیټا د طالبانو ګوتو ته ورغلې.

تېره اونۍ د بغلان ولایتي شورا غړي «محمد ظریف ظریف» اندیښنه څرګنده کړې وه چې طالبان د کابل – شمال په لویه لاره عام موټر دروي او دولتي او نظامي منسوبین د بایومیټریک ماشین په واسطه تشخیصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x