پېښور : افغان کونسلګري د احتجاج په توګه تړل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل):ډيپلوماتيکو سرچينو تائيد کړې چې په پېښور کې افغان کونسلګري تړل شوې او دا کار د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځي چارواکو ته رسماً د احتجاج په ډول دی .

ويل کيږي له افغان ديپلوماتانو سره په صدر سيمه کې چيري چې افغان کونسلګري شتون لري د پاکستان امنيتي ځواکونه ناسم چلند کوي .

افغان ديپلوماتان په داسي حال کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو له لوري له ناسم چلند سره مخ کيږي چې پر موټرو باندي ډيپلوماټيک پليټونه هم شتون لري .

ډېپلوماتيکي سرچيني څرګندوي چې سبا به افغان کونسلګري ځکه پرانيستل شي چې دوی ته د پاکستان له لوري د شکايت د رفع کولو ډاډ ورکړل شوی .

له دې وړاندي پاکستاني چارواکو اعلان کړی وو چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به هيڅ افغان ته پرته له قانوني اسنادو پاکستان ته د داخلېدو اجازه نه وي .

د پاکستان د حکومت له اعلان سره سم سر له سبا هيڅ افغان نشي کولای چې له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته داخل شي .

پاکستاني چارواکو تر اوسه د يادو پيښو په اړه څه نه دي ويلي خو وايي وروستۍ پرېکړه به اسلام آباد کوي .

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د