افغانستان

دبادغيس مرکزقلعه نو کې ۶ پوليس له وسلو سره دمجاهدینو سره يوځای شول. مجاهد

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی چي د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کي ددوی د مجاهدینو سره شپږ تنه پولیس په داسي حال کي یو ځای شول، چي له ځانه سره یې وسلې او نور مهمات هم راوړل.

نوموړي وویل چي ددوی مجاهدین او د دعوت کمیسون په دې توانیدلي چي دغو پولیسو ته حقیقت او واقعیت ورسوي، او د هغوی څخه ژمنه واخلي چي  نور به د امریکایانو او بهرنیانو د غلامانو څخه هیڅ ډول حمایت نه کوي.

نوموړي زیاته کړه چي دغه کسان چي قومندان انور، سرور خان، محمد رحیم، عبد العظیم، نادرشا او عبد الحکیم نومیږي، نور به د خپلو وروڼو مجاهدینو (طالبانو) تر څنګ پاته کیږي، او د هیواد په ازادي کي به د هغوی سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړه چي دوی هم له خپله اړخه هغوی ته پوره ډاډ ورکړی، او ورته ویلي چي که د خپل هیواد په ضد د بهرنیو اشغالګرو په څنګ ونه دریږي، نو دوی به د ورور په سترګه ورته وګوري.

باید وویل شي چي په دې ورستیو کي د طالبانو د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون ډیر فعاله دی، او د طالبانو په وینا په لنډه موده کي دا کمیسون په دې توانیدلی چي یو زیات شمېر پولیس او د ملي اردو عسکر له ځانه سره ملګري کړي، او یایی اقلا د خپلي دندي څخه لاس په سر کړي.

د افغانستان د چارو کارپوهان وايي: اوس چي د امریکایانو د وتلو خبري ډیري کیږی، او اکثرو اطرافي سیمو کي امریکایانو او نورو بهرنیانو خپل مرکزونه خالي کړي، ځکه نو په اطرافو کي اکثره سیمي په اتومات ډول د طالبانو تر ولکې لاندي راغلي، او اکثره پولیس او فوځیان چي ددغو سیمو اوسیدونکي دي، هغوی د طالبانو په خبرو او دعوت باندي ډیر ژر قناعت کوي، او خپلي وسلي هغوی ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x