نظــر

افغانستان کې د سولې لټون- دويمه برخه

ليکوال: ميرزا اسلم بيګ- د پاکستان پخوانی لوی درستيز

د جګړې اصول دا دي، چې موخې بايد پوره څرګندې وي، په دې موخو کې بايد د کار پر مهال بدلون را نه شي، کاواکه او ناڅرګنده ستراتيژي د ماتې لامل کيږي.

دې ته موږ «Maintenance of Aim»  وايو. د همدې اصولو له مخې افغانستان کې د امريکا د جګړې موخه د سپتمبر د يوولسمې پېښې د عاملينو له منځه وړل وو او د همدې لپاره يې افغانستان کې جګړه پيل کړه.

امريکا په افغانستان کې هر ډول زور او جاسوسي وازمويله او خپل ولس ته يې دا پيغام ورکړ، چې «ګورئ، موږ د خپلو خلکو غچ واخيست» امريکا په څو مياشتو کې افغانستان ونيو، د خپلې خوښې حکومت يې جوړ کړ او د يو کال په ترڅ کې يې د خپلې جګړې موخې ترلاسه کړې.

له دې وروسته امريکا او ايتلافيان يې په نورو دسيسيو او لوبو کې ښکېل شول او له همدې ځايه د دوی د ناکامۍ نښې نښانې پيل شوې، چې تر اوسه په نړيواله کچه د امريکا د ناکامۍ يو څرګند انځور دی.

په مقابل کې يې افغان طالبان له سره منظم شول او د ازادي جګړه يې پيل کړه. د دوی د جګړې پيغام او هدف ډېر څرګند و، چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد زما د پوښتنې په ځواب کې ويلي و او زه دغه خبره هر وخت تکراروم، که موږ په دې حقيقت پوه شو، نو په ډېره لنډه موده کې په افغانستان کې امنيت او ثبات راتلی شي.

ملا محمد عمر مجاهد په خپل پيغام کې داسې ويلي و: «موږ د خپلې ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره د جګړې پرېکړه کړې او ان شاءالله موږ به خپلې موخې ته رسېږو. کله چې موږ خپله ازادي ترلاسه کړو، نو له هغې وروسته به د راتلونکې په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړو او داسې پرېکړې به وکړو، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، پخوانۍ تېروتنې به نه تکراروو، موږ د امريکايي ستراتيژي پرېکړې نه شو منلی؛ ځکه چې زموږ اسلاميت او افغانيت د دې اجازه نه راکوي، موږ به اوس د امريکا او پاکستان په خوله تېر نه وځو، چې دغو دواړو هېوادونو ۱۹۸۹-۹۰ کلونو کې د شوروي لښکرو له وتلو وروسته څه کړي، د ټولو افغانانو زړونه يې مات کړي دي. د با ثباته افغانستان او تلپاتې سولې لپاره به شمالي ټلوالې سره په ګډه هڅې کوو، له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو او متقابل احترام له مخې راشه درشه کوو، پاکستان زموږ له دښمن امريکا سره د افغان ولس پر ضد جګړه کې شريک دی، مګر د پاکستان ولس بيا هم زموږ دوست دی، د پاکستان مسلمان ولس سره زموږ فکر،عقيده او نور ډېر څه شريک دي او د دواړو ولسونو موخه او هدف يو دی. موږ د الله تعالی پر دې قول باوري يو، چې ‘بالاخره ستاسې دښمن به تښتي’»

د ملا محمد عمر په دې خبرو کې د جګړې موخه او هدف څرګند دی او تر اوسه په دې عزم او هوډ کې هېڅ بدلون او کمزوي نه ده ترسترګو شوې او همدغه خبره د دوی د بريا راز دی. د طالبانو پر خلاف هېڅ دسيسه او شوم پلان نه شي کاميابېدای. امريکا او افغان حکومت هڅه کوي، چې طالبان خپل ځان سره په روان نظام کې شريک کړي، مګر طالبان ټينګار کوي، چې د امريکا تر سيوري لاندې حکومت کې هېڅکله ګډون نه کوي او نه به يې په رسميت وپيژني. طالبان ټينګار کوي، چې امريکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، بيا به له امريکا وروسته له افغان لوري سره خبرې کوو او امريکا هم پر دې حقيقت پوهيږي، چې  افغانستان کې تر ټولو غښتلی او پراخ ځواک د طالبانو دی، مګر دغه خبره په څرګند ډول منل خپل سپکاوی بولي، له تېرو پنځلسو کالو راهيسې طالبانو امريکا او د پاکستان په ګډون د هغوی ټولو ايتلافيانو ته شرموونکې ماتې ورکړې ده.

طالبان د يوې غښتلې ستراتيژي له مخې افغانستان کې خپل واک او ځواک پراخوي، تېر کال هم ما وړاندوينه کړې وه، چې طالبان به نور په ژمي کې هم پراخ بريدونه او چاودنې وکړي او له دې لارې به د خپل ځواک ساحه نوره هم پراخه کړي او همداسې وشول. تېر کال، چې پاکستاني پوځيانو په «ضرب عضب» پوځي عملياتو کې د حقاني ډلې د جنګياليو مرستندوی مرکز ونړاو او طالبانو دغه مرکز د افغانستان شمال ته ولېږداو. د پخوا په پرتله اوس هغوی ډېر غښتلي دي او کولای شي، چې د خپلو لاسته راوړنو پر مټ تر ډېره جګړې وکړي.

مهمه خبره دا ده، چې د طالبانو دغو مرکزونو ته د دښمن لاس رسی ناشونی دی، دلته په پاکستان کې خو د پاکستاني رژيم لاس رسی ورته ممکن و، مګر هلته د دوی دښمنان نه شي کولای، چې د دوی مرکزونو ته لاس رسی ولري. امريکا پر پاکستان ټيګار کوي، چې د حقاني ډلې او طالب مشرانو پر ضد دې عمليات وکړي، مګر پاکستان په دې خبرو کې پاتې راغلی؛ ځکه، چې د طالبانو مهم مشران له خپلو کورنيو سره افغانستان ته ستانه شوي. د امريکا ستره کمزوري دا ده، چې کندوز کې د طالبانو پر ضد عمليات نه شي کولای، سره له دې، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د همدې ولايت اوسېدونکی دی، مګر د دغه ولايت په هېڅ سيمه واک نه لري او د کندوز ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده. په څلور اړخيزو ناستو کې، چې کوم هېوادونه د افغان سولې هڅه کوي او غواړي، چې طالبان د سولې بهير کې ور ګډ کړي، په دوی کې له چين پرته ټول د طالبانو دښمنان دي، امريکا او افغان حکومت د طالبانو مخامخ دښمنان دي او پاکستان هم  د امريکا ايتلافي دی.

طالبانو د دوی پر ضد جګړه وکړه، دغو هېوادونو ته يې ماتې ورکړه او دغه مات شوي هېوادونه د افغان سولې لپاره هلې ځلې کوي، چې دا د بشري فطرت خلاف کار دی. ښکېلاکي او مات قوتونو د يو هېواد د راتلونکې په اړه پرېکړه نه شي کولای. د اشرف غني حکومت د امريکايي ستراتيژي برخه ده. د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د واک او ځواک کيلي له کومې ډلې سره ده، ټول هڅه کوي، چې هغوی له حکومته د باندې وساتي. په نويمو کلونو کې هم داسې وشول، کوم خلک (افغان مجاهدين)، چې د حکومت اصلي حقدار وو، هغوی ته واک ور نه کړای شو او په لوی لاس افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل کړای شوې، چې په پايله کې يې طالبان راووتل او اوس هم ښکېل اړخونه هڅه کوي، چې زړه سناريو تکرار کړي. طالبان په دغو ټولو لوبو پوهيږي، په هر ګام کې له تېرو شومو پلانونو خبر دي او اوس څوک نه شي کولای، چې طالبان له خپل مسيره  منحرف کړي.

اوس ځمکني حقايق دا دي، چې طالبانو د څو لويو ښارونو اړيکې له پلازمېنې کابل سره پرې کړي. د ساري په توګه له تاجکستانه کندوز ته تلونکې لاره د طالبانو په واک کې ده، طالبان د خپلې اړتيا له مخې د دغه سړک د پرانيستو اجازه ورکوي. د څلور اړخيزو ناستو هېوادونو د استازو او چارواکو لپاره د فکر وړ ځای دی، چې طالبانو سره څوک مرستې کوي. همدا رنګه د مزار شريف، سوداګريز ښار، له دې لارې ډېر مالونه منځنۍ اسيا ته ځي، د دغې لارې د ملا تير هم طالبانو سره دی. تېره اوونۍ طالبانو د بغلان پلخمري پوځي اکاډيمۍ باندې بريد وکړ، پرېمانه پوځي توکي او ټانکونه يې له ځان سر يووړل او ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله هم واړوله.

اوسني حالات هم د نويمو کلونو په څېر دي، چې ۱۹۹۴م کې طالبانو پرمختګ پيل کړ، حکومتي مليشو د دې پر ځای، چې د طالبانو مقابله وکړي، د دوی پر وړاندې يې خپلې وسلې وغورځولې، د کندوز، پلخمري او مزار شريف په اوسنيو جګړو کې هم داسې وشول، افغان امنيتي ځواکونه او پوليس د طالبانو د مقابلې توان نه لري. اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان ولې د څلور اړخيزو ناستو په ډله کې ګډون کړی دی؟ زه فکر کوم، چې د پاکستاني حکومت دا پرېکړه هم ۲۰۰۱م کې د پخواني پوځي واکمن جنرال مشرف له پرېکړه اخيستل شوې ده. هغه مهال موږ امريکا سره د دې د تش په نوم ترهګرۍ ضد جګړه کې شامل شوو او پر خپل ورور اسلامي هېواد مو د امريکايي يرغل ملاتړ وکړ. طالبان خپلواک خلک دي، خپلې پرېکړې په ازاده توګه کوي، په دې اړه د هېچا زور او فشار نه مني.

افغان ولس کې دا ښه‌والی هم شته، چې يو ډول ملي غرور لري، د تېرو شپږ دېرشو کالو د جګړو پر مهال، چې افغان حکومت هم سره ګډوډ و، هېڅ قوم او ډلې دا نه دي ويلي، چې دوی له افغانستانه جلا کيږي، هېچا دا هڅه نه ده کړې، چې تاجکستان، ازبکستان يا پاکستان سره دې يو ځای شي، بلکې د ۲۰۱۲م په ډيسمبر کې، چې د افغانانو خپلمنځي مذاکرات وشول، نو ټولو په ګډه دا پرېکړه وکړه، چې «موږ ازاد پرېږدئ، موږ خپلې پرېکړې په خپله کولای شو.» مګر سترو قوتونو د دوی غږ خپ کړ، پاکستان، امريکا او د دوی ټول ايتلافيان بايد دا خبره درک کړي، چې افغانستان کې اسلامي حکومت د ټول ولس يوه غوښتنه ده. که په افغانستان کې د طالبانو حکومت راغی، نو سيمه کې به د داعش مخنيوی هم وشي. اخر به هم طالبان په ټول افغانستان واکمنيږي، نو د حالاتو له خرابېدو وړاندې ښه خبره دا د، چې د طالبانو غوښتنې ومنل شي، دوی سره رښتينې مذاکرات وشي او روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي؛ ځکه چې د وخت غوښتنه هم دا ده.

لومړۍ برخه په لاندي ادرس:

افغانستان کې د سولې لټون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

ځو ځله می دا لیکنه ترسترګو شوه ، مګر دا چه د یوه پاکستانی فوځی افسر له خوا لیکل شوی وه ، فکر می کولو چه وخت پری مه ضایع کوه حتی که بده هم وی په دی نه ارزی چه څه ورته ولیکی ، پاکستان د انګریزانو مستعمره او غلام حکومت دی څه چه لیکی د خپلو بادارانو په دستور او قومانده یی لیکی . له نیکه مرغه نن می بیا مخی مخی ته کیدله ، نور مهم څه می هم نه لرل ما ویل راځه چه اسلم بیګ صاحب څه لیکلی او بیا دوی برخی هم لری ،… نور لوستل »

ترین

#####
ددی استاد په باره کی دی معلومات وکړه چی څومره افغانانو قاتل دی. دغه مشکل دی چی طالبان د امرکایانو د ایستلو خبره کوی مګر بنجابیان استادانو ته بیا په کور کی ځای ورکوی.
نن ټکی اسیا په ځان کی دومره جرئت پیدا کړی چی د هر چا تبصری نشر کړی صرف خپل د خوښی تبصری مه نشروي

الحاج استا ذ بیانزی

د نن ټکی اسیا چلوونکو ورونو السلام علیکم !
د پاکستان د لوی درستیز ( اسلم بیګ صاحب ) د پورتنی لیکنی لمړی برخی پسی مو هڅه مو وکړه ومی نه موندله ، ممکنه ده چه تاسی یی ریفرنس راکړی مهربانی او احسان به مو وی مننه

عبد الله
Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x