افغانستان

پاکستان د بې پاسپورټه افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل):د تورخم له دروازې د نن ټکی اسيا يو همکار وايي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کسان د تورخم دروازې تړل کېدو له امله د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي.

راپورونه وايي، چې د زرګونو مسافرو تر څنګ سلګونه بار وړونکې لارۍ هم د تورخم دواړو خواوو ته بندې ولاړې دي او پاکستاني ځواکونه اجازه نه ورکوي، چې له کرښې واوړي.

ځايي سرچينې وايي، چې پاکستاني ځواکونه د پولې له دواړو غاړو اوړېدونکو څخه پاسپورټ غواړي او افغان مهاجر کارټ نه مني.

د کرښې دواړو لوريو اوسېدونکي او مسافر وايي، چې د پاکستان دغه پاليسي د سيمې خلکو او افغانانو په زيان ده او که د پاسپورټ په اړه د پاکستان اوسني چلن کې نرمي را نه شي، نو ټولو افغانانو په ځانګړې توګه ناروغانو ته به يې ډېر زيان واوړي.

د تورخم پولې شاوخوا اوسېدونکي وايي، چې د پاسپورټ غوښتلو سره به د کرښې دواړو لوريو ته د خلکو کاروبار هم زيانمن شي.

د پېښور اوسېدونکي، سوداګر او ډاکټران هم د تورخم کرښې په تړل کېدو اندېښمن دي او وايي، چې له داسې سیاست سره د افغانانو په ګډون پاکستان ته هم زيان اوړي.

د پېښو څارونکي په دې اند دي، چې افغانستان او پاکستان ګاونډي هېوادونه دي او د داوړو ولسونو ترمنځ راشه درشه د نورو هېوادونو په پرتله ډېره ده او د پاسپورټ شرطونه به د دواړو هېوادونو اړيکو ته زيان رسوي.

پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې د جون له لومړۍ نېټې وروسته به له پاسپورټ پرته د تګ راتګ لپاره چا ته اجازه نه ورکوي او نن يې دغه ژمنه پلې کړه.

پاکستاني چارواکو په دې اړه وروستۍ څرګندونې نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x