د غزني په ښار کې دننه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د غزني په ښار کې دننه د سپکو او درنو ډزو غږونه اوریدل کیږي.

د طالبانو ویاند پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې پر محکمې او څارنوالۍ یې برید کړی.

ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ګڼو امنيتي ځواکونو او د قضايي ارګان چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجاهد په وينا د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ دوه اړخيزې ډزې روانې دي.

د غزني د والي ویاند جاوید سالنګي د پيښي پخلی کړی او ویلي چې لومړی برید د ټونس ډوله موټر په چاودنه سره نن سهار پر لس بجې شاوخوا پیل شو. د جګړې په ډګر کې ددوه کسانو مړي جسدونه پراته دي خو هویت یې لا نه دی په ډاګه شوی.

هغه زیاته کړې چې د محکمې په لور تللي لاري ټولي کلابندي دي، دوه کسان محکمې ته ننوتلي او له هغه ځایه جګړه کوي.

په روانه میاشت کې دا دریم برید دی چې د قضايي ارګانونو په منسوبینو ترسره کیږي. تېره اونۍ د کابل ښار د کمپنۍ له پله سره نیژدې د میدان وردګ ولایت د استئناف محکمې د کارکوونکو پر بس چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

طالبانو وروسته له هغه د محاکمو غړي او څارنوالان خپل نظامي اهداف وټاکل چې تېره میاشت په ۵ تنو طالب بندیانو د اعدام حکم ترسره شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د