ستر فقیه امام محمد بن حسن شیبانې رح

ذبیح الله انوري

ژوند

امام محمد بن حسن شیبانې رح  د امام ابو حنیفه رح  د دوه سترو او جلیل القدر شاګردانو څخه وو.امام محمد رح  نه یوازی فقیه بلکی یو محدث هم وو. په لغت او ادب باندی یې هم بشپړ عبور حاصل وو.

امام محمد بن حسن شیبانې رح  ۱۳۱ خو د ځینو نورو تاریخ پوهانو په اند ۱۳۲ هجري قمري کې  د عراق په ښار واسط کې زیږیدلی  ابتدایې زده کړی یي یو ښوونکی چی اسد نومیده ورڅخه زده کړی د لیک او لوست د زده کړی نه وروسته یي د قران کریم یو څه برخه یاده کړه او دی سره یي نبوي څو احادیثه هم یاد کړل په څوارلس کلنۍ کې یي د امام ابوحنیفه رح علمي مجلس ته لاره پیدا کړه څلور کاله یي د امام ابوحنیفه رح علمي مجلس څخه ګټه پورته کړه امام ابو حنیفه رح په ۱۵۰ هجري قمري کې د نړۍ څخه سترګې پټی کړی او دغه تنکې نیالګې (امام محمد رح ) په یوه علمي او زر خیزه ځمکه کې کیناوه چی د علم دغې چینې څخه تر نن ورځ پوری د علم او پوهی تږي خپله تنده خړوبه وي.

د امام ابوحنیفه رح د مړینی څخه وروسته دده مشر شاګرد امام ابویوسف رح د هغه ځاې ناستی شو او امام محمد رح د امام ابویوسف رح شاګرد شو چی وروسته یی د یارانو لقب خپل کړ امام محمد رح د کوفی او بصری په علماوو بسنه ونه کړه او علم لاسته راوړلو لپاره یي د مکې او مدینې په لور سفرونه وکړل چې د حجاز سفر یي یو ځانګړی ارزښت لري.

امام محمد رح د مهدي په دوره یي خلافت کې درې کاله د امام مالک رح په علمي مجلس کې هم پاتی شوی وو دغه پاته کیدنه دوامداره نه وه چې په کې څو ځل سفرونه کړي وو اخر وار چی بیرته کوفې ته راستون شو نو د ژوند پاتی برخه یی هم دلته تیره کړه چې په دی وخت کې تدریس او خپل فقهي او قانوني کتابونه ولیکل.

په ۱۷۹ هجري قمري کې د عباسي خلیفه هارون الرشید سره یی یوې منطقی «دری» ته سفر وکړ چې په دی سفر کې د نحوی امام کسایي هم ورسره وو په همدی ځاې کې دواړو امامانو خپل رب ته د اجل لبیک ووایه او د نړۍ څخه ولا‌ړل هارون الرشید به د دوي په غم کې ویل چې ما نحو او فقه «دری» په منطقه کې خښ کړي دي  .

امام محمد رح ډیرې ځانګړتیاوی لري چي د هغی له جملې څخه یې یوه داده چې یو طرف ته دده په استاذانو کې امام ابوحنیفه رح او امام مالک راځي خو په بل طرف کې دده شاګرد امام شافعي رح او د امام شافعي رح شاګرد امام احمد بن حنبل رح راځي د استاذ او شاګرد په لحاظ د څلورو واړو مذاهبو ترمنځ د یو ځنځیر او پل حیثت لري.

  امام محمد بن حسن شیباني رح لیکلي کتابونه

د اسلامي فقه په تاریخ کې د امام محمد رح لیکلي کتابونه د روښانه ورځی په څیر څرګند دي که چیرته امام محمد رح په لاسو د فقه دغه لوي سیند نه واي خوندي شوی نو نن کیدای شو چې د فقه دغه لوي سیند ضایع او عبث تللی وی.

امام ابوحنیفه رح ته یو څه د عقایدو، د تعلیم او تعلم څو رسالی منسوبی شوي دي مګر په حديث او فقه کې ځانګړی اثر نه لري د امام ابوحنیفه رح د علمي بحر او کاملی پوهی د هغه د لاس نیالګیو په ځانګړي ډول صاحبین (امام ابویوسف رح او امام محمد رح ) لیکلي کتابونو څخه په لاس راځي د امام ابویوسف لیکلي کتابونه تر کتاب الخراج او الرد علی سیر الاوزاعي پورې محدود دي مګر د امام محمد بن حسن شیباني رح کتابونه بیا ډیر په تفصیل او د فقه په ټولو اړخونو باندي مشتمل دي.

د امام محمد رح لیکلي کتابونو څخه د هغه د ژوری علمي پوهی او  دقیق فهم ثابتیږي د هغه لیکلي کتابونه علماوو په دوو برخو ویشلي دي چې یو یې ظاهرالروایه او بل یې نادرالروایه دي ظاهرالروایه کې شپږ کتابونه دي المبسوط، الجامع الصغیر، الجامع الکبیر، السیر الکبیر او السیر الصغیر دي. دغه کتابونه د اصول په نوم باندې هم نومول شوي لکه څنګه چې په حدیثو کې صحاح سته کوم مقام لري په همدی ډول دغه شپږ کتابونه د فقه په ډګر کې صحاح سته مقام لري. او په نادرالروایه کې جرجانیات، الموطا، کیسانیات، هارونیات، الاثار، الحجه او داسې نور.

په تاریخ کي لومړنی انسان او د علماوو، فقهاوو او مجتهدینو په منځ کې یواځینی فقیه  ده چې قانون بین الدول یې په لیکلي شکل منځ ته راوړ عام او خاص قانون یې تصویب کړ سیاسي، مذهبي، جنګ او د صلحی قانون یې تشریح کړ اګر که د غرب په نزد د نړیوال قانون بنسټګر ګروتیس ده چې په ۱۶۴۵ هجري قمري کې وفات شوی ده مګر د نړیوال قانون او نړیوالو روابطو اصلي بنسټګر  امام شیباني ده چې  په ۸۰۴ هجري قمري کې وفات شوی ده

د اسلامی فقه او د قانون  په تاریخ کې لومړني تفصیلي ډول د امام محمد  لیکلي کتابونه په لاس راځي په  شافعي فقه کې د امام شافعي رح کتاب الام چې په  شافعي فقه کې لومړی مقام لري  چون امام شافعي رح د امام محمد رح شاګرد پاتي شوی وو او دهغه کتابونه یي مطالعه کړي وو نو ده هم خپل کتاب د خپل استاذ په نقش قدم او د هغه په تګلاره باندی لیکلي ده.

د مالکي فقه کې وتلی اثر کتاب المدونه چې د موطا نه وروسته لومړی مقام لري او پوره نوم یې المدونه الاسدیه ده چې اسد بن فرات لیکلي ده اسد بن فرات د امام مالک شاګرد وو اسد بن فرات هم د علم د لاسته راوړلو لپاره کوفی ته سفر کړې وو او د امام محمد په علمي مجلسونو کې یې شرکت کړې وو او د امام محمد ده لیکلي تصنیفاتو څخه یې استفاده کړی وه او په مالکي فقه باندی یې دغه کتاب ولیکه.

نو په همدی اسای د امام محمد رح لیکلي کتابونه د ټولو فقهي مذاهبو د لیکلي کتابونو لپاره بنیاد ګنل کیږي دده په لاس د بل شوي چراغ نورو فقهي مذاهبو ته لاره روښانه کړه.

د ځینو یوروپي قانون پوهانو او ځینو نورو مستشرقینو دا خیال ده چې  اسلامي فقه د لیکلي تصنیفاتو تګلاره د  غیر اسلامي فقه په بنیاد ده، ددوي دغه دعوی بي بنیاده او بي بنسټه ده امام محمد لومړی کس ده چې په فقه اسلامي او قانون باندې په تفصیل سره کتابونه ولیکل.

یو قانون پوه هیینګ په نوم دا دعوی کوي چې امام محمد لیکلي رح د تصنیفاتو تګلاره د یهودیانو د کتاب المنشا سره مشابهت لري یعنی د هغه په نقش قدم لیکلي شوی ده د یهودیانو المنشا کتاب چې د تورات نه وروسته دوهم مقام لري د سنت موسوي مجموعه ده په پنځمه میلادي صدۍ کې یهودیانو عالمانو ترتیب کړ ددغه کتاب شرحه الجیماره ده او الجیماره نه وروسته تلمود په نوم یو کتاب اخذ کړای شوې ده چي د یهودي مذهب اصلي مرجع ګڼل کیږي په عباداتواو معاملاتو باندی مشتمل ده او دغه کتابونه په غیر عربي ژبه کې دي او امام محمد رح ده عربي نه بغیر په بله ژبه نه پوهیده او ددی کتابو عربي ته په څلورمه صدۍ کې ژباړل شوي دي نو ددوي دغه دعوی بې بنسټه او بې بنیاده دي

لیکوال په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د شرعیاتو او قانون د پوهنځي محصل دی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د