نظــر

د کرزي پوليس په چټکۍ سره په غيرمسئولووسله والوبدلېږي !

پر افغانستان د امريکايانو له وحشي يرغل سره يوځاي هغه سيمه ايز غله، د شراوفساد عناصر، رهزنان او ټوپکماران چي د اسلامي امارت په واکمنۍ کي يوشمېرله هيواده فرار شوي وه او يا په شمالي ټلواله کي د مجاهدو طالبانو پرضد د اجيروملېشوپه توګه جنګېدل ؛ د امريکايي بمبارد تر سيوري لاندي بيرته د افغانستان مختلفو سيمو ته راغلل او يو ځل بيا يې د ملت پر مال ، ځان اوناموس تېريو ته دوام ورکړ، د امريکايانو په لاس کښېنول شوي دکرزي ګوډاګۍ ادارې ددغو ملېشو مجموعه پر دريو ډلو ووېشل چي پخواني ټوپکيان، غله او رهزنان يې د پوليسو په نامه ، پخواني کمونستان او د ملت لوي قاتلين يې د ملي امنيت د منسوبينو په نامه او په نوي امريکايي رژيم کي جذب شوي ځوانان يې د ملي اردو په نامه ونومول، د کرزي د ملي اردو، ملي امنيت او ملي پوليسو په رهبرۍ کي يې مطلق اکثريت پخواني کمونستان ځاي کړل او څه ناڅه دغرب روزل شوي يې هم ورسره ملګري کړل.

څرنګه چي دکرزي دملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ټوپکماران د اړوندو وزارتونو پرځاي خپلو پخوانيو مشرانو ته وفاداره دي او يوازي هغه احکام ورته دمنلو وړ دي چي د خپلو پخوانيومشرانو له لوري ورته وشي نو په دې اساس دغو وسله والو ته د ملي کولو، قانوني جوړولو او بالآخره د وزارت په چوکاټ کي ددندي اجراء کولو فکر هم نه ورځي او څه چي يې زړه غواړي هغه کوي.

دايوروښان حقيقت دی چي دغو وحشي ټوپکيانو له اوله سره پرمظلوم ملت ډول ډول ظلمونه کول او ددوي د مال ، ځان او ناموس په لوټلو کي يې هيڅ درېغ نه کاوه ؛ خو د کرزي اړوندو ادارو به ددوي د دغو ظلمونو بېلابېلي توجيه ګاني کولي، ځيني وخت به يې شهيدان کړل شوي اولسي خلک د وسلوالومخالفينو په نامه يادول او ځيني وخت به يې بياد جدې پلټونو اوامر صادرول، خو آخر خبره تر توجيه ګانو ووتل، له کليو او ښارونو په سلګونو خلک ددغه ظالمانو د ظلمونو له لاسه په شکايت راووتل، خپله د مزدور رژيم چارواکو هم يو پر بل شاهدۍ وويلې او پر مطبوعاتود شهيدو شويو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو د انځورونو له خپرېدلو وروسته د کرزي اداره يوه تريخ حقيقت ويلو ته مجبوره شول .

دوي خپل هغه امنيتي ځواکونه چي په مليونونو ډالرو يې روزلي او ساتلي وه ، هغه زاړه ټوپکيان چي په ډېروپيسو او خواريو يې تراشلي اود پوليس په نامه يې مشهور کړيوه د غيرمسئولو وسله والو په نامه ونومول، کيداي سي ددغه نامه پرانتخاب به هم ډېرو پلاستيکي جنرالانو، فوځي کارپوهانو او پخوانيوقوماندانانو ژور فکر کړيوي او له ډېر دقت وروسته يې خوښ کړيوي، ځکه د غير مسئول له نامه څخه دوي عملاً دوې توجيه ګاني کړيدي :

لومړی – که په کومه سيمه کي امنيتي ځواکونه عام اولس په نښه کړي او تلفات يې دومره زيات وي چي پټول يې ممکن نه وي بايد د امنيتي ځواکونو دغه ټولګه د غيرمسئولو وسله والو په نامه ياده کړل شي او پر مطبوعاتو يې د بې وسلي کولو او عدلي ارګانونو ته دورپېژندلو خبر خپور کړل شي، پدې کار سره به د اړوند وزارت نوم ددې ځاي چي بدسي لاښه سي ځکه چي غيرمسئول وسله واله يې بې وسلي او محاکمه کړل.

دوهم – که کوم ځاي د کرزي رژيم عام اولس پدې ګناه چي له مجاهدينو ملاتړ کوي ؛ ځورول وغواړي نو بياهم له غيرمسئولوامنيتي ځواکونو استفاده کوي او امنيتي ځواکونه هم ښه په خلاص مټ او پوره ډاډ د مظلوم ملت په وهلو، سپکولو، دشتمنيو په لوټلو او نورو ظلمونو کولو سره خپله دنده اجراء کوي ځکه دوي مخکي له مخکي پوه کړل شويدي چي تاسو غيرمسئول امنيتي ځواکونه ياست يعني له تاسو هيڅوک هم پوښتنه نشي کولاي، د دغو غير مسئولو وسله والو د ظلمونو په غبرګون کي د عام اولس ږغ لومړی نه اورېدل کېږي او که واوريل هم شي نوبيا يا عام خلک د طالبانو په نامه بولي او يا ور سره ددغو غيرمسئولو وسله والو د نيولو او محاکمه کولو تشي وعدې کول کېږي.

د کرزي رژيم د غيرمسئولووسله والو د نامه څخه په استفادې ډېرځله دملت په سترګو کي خاوري وشيندلې او پدې هيله چي د ملت له حساب او نړيوالي رسوايۍ څخه ځان وژغوري اوس هم ورڅخه استفاده کوي، مګر دغو غيرمسئولووسله والو تر ډېره د کرزي رژيم لپاره ملاماتوونکې عمليه ترسره کړې او د رژيم په اډانه کي پخواني جنګسالاران يې دې ته هڅولي ترڅو خپلي ملېشي بيرته د پوليسو له تراشل شوي شکل څخه وباسي او په نوي نامه( غيرمسئولووسله والو) يې ونوموي ، ځکه همدا ملېشې دي چي د کرزي په رژيم کي يې جنګسالارانو ته د پوره نفوذ زمينه مساعده کړيده.

دوستانو به کېداي سي وخت په وخت له مطبوعاتو د همدې غيرمسئولو وسله والو د کړنو په اړه خبرونه ترلاسه کړيوي ،په شمالي ولايتونو کي يې څوځلې عام خلک شهيدان کړل او کورونه يې چور کړل او د هيواد په بېلابېلو برخو کي يې دنورو ظلمونو په اړه هم راپورونه خپاره شول، تر ټولو وروستۍ پېښي يې د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ د هزاره قوماندان حکيم شجاعي د ۲۵۰۰ ملېشوظلم او د کندوز ولايت د دشت ارچې ولسوالۍ د مظلومو خلکو بې عزته کول او لوټل دي، د حکيم شجاعي د دوه نيم زره غيرمسئولو وسله والو د ظلمونو داستان اوس زوړ شوی او اوس خلک ددغوظالمانو دنيولواومجازاتوفکرهم نه کوي، د کندوز ولايت د دشت آرچي په ولسوالۍ کي د همدې غيرمسئولو وسله والو لخوا دظلمونو په اړه دکرزي په پارلمان کي د کندز استازي انجينېر کمال له ازادۍ راډيو سره په خبرو کي په دې اړه خپل شکايت داسي بيان کړ:

( د يوسف ارجال په نوم يو قومندان چې نه ملي پوليس دی، نه محلي پوليس دی، نه ملي اردو ده، ده د درې سوه په شااوخوا کې فاجر، فاسد او پای لوچ خلک دشت ارچي ته راوړي دي، ده په خپل سر عمليات شروع کړي دي، مرکزي حکومت پرې خبر نه دی، کورونه يې چورل کړل، د زنانه وو له غاړو نه يې زېورات وشکول، د خلکو صندقونه ېې مات او له هغو نه يې نقدي پيسې وې وړې )

د غير مسئولو وسله والو د يادو شويو کړنو په رڼا کي هرڅوک اسانه دا فيصله کولاي شي چي د کرزي شوړېدلی رژيم نور د مرکزيت ، ادارې، نظم او دسپلين ، واحدقيادت او حکومتدارۍ په ډګرکي د بقاوروستۍ سلګۍ وهي او د امنيتي ځواکونو په غيرمسئولووسله والوسره د اوښتون چټک بهيربه يې وروستۍ ساه هم واخلي پدې ډول چي د ملت له کلک غبرګون سره په مخ کېدلو به يوځل بيا له هيواده په تورمخ وشړل شي. ان شاء الله

قاري محمديونس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x