fbpx

اخندزاده: حکومتي مشران لاهم د خپلوانو د مقررولو پر جنجال بوخت دي؛ هلمند يې هېر دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازی وايي چې حکومتي مشران لا هم د شوي توافق له مخې د خپلوانو د مقررولو پر جنجال بوخت دي او د هلمند وروستۍ وضعه يې هېره ده.

عبدالحی اخندزاده په یوه تلویزوني بحث کې د ولسمشر له لوري د دارالامان د ماڼۍ پر بیا ودانولو نیوکه وکړه او پر هغه يې غږ وکړ چې د دې ودانۍ بیا ودانول مهم دي، که په هلمند کې د وینو د سیلاب مخنیوی.

اخندزاده د کوربه د دې پوښتنې په ځواب کې چې هلته د امنیتي ځواکونو تلفات څومره دي، وویل چې دی يې د ډېروالي له امله کره شمېره نه شي ویلی، د ده په خبره دا ډول خبرې به دی پوځی مشرانو او د حکومت نورو چارواکو ته په مخامخ خبرو کې وکړي.

نوموړي د هلمند د والي وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې نوموړی پخپله له ولایت مقام نه هم د باندې نه دی وتلی، ځکه خو له واقعي حالته هم خبر نه لري.

اخندزاده پر حکومت هم نیوکه وکړه چې په لوړو پوځي او سیاسي ادارو کې د ده په خبره د لوی کندهار مهم څوک نه ښکارېږي، نوموړي یوازې عبدالباري جهاني یاد کړ، خو د ده په خبره « هغه بېچاره هم مریض دی.»

عبدالحی اخندزاده وايي چې د هلمند وضعیت د خطر وروستي حد ته رسېدلی دی، خو په وينا يې مرکزي حکومت يې ځکه د ستونزو په حل کې پاتې راغلی، چې د حکومت مشران لا هم په دې جنجال کې بند پاتې دي، چې خپل خپلوان معینان وټاکي.

د هلمند امنیتي وضعیت له يوې اوونۍ راهیسې خورا خطرناک برېښي، په څو ورځنۍ جګړه کې تر سلو ډېرو امنیتي ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې او طالبان د لښګرګاه تر ښاره رسېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت مسوولینو که څه هم د هلمند وضعیت د ډاډ وړ باله، خو تېره ورځ يې خبر ورکړ چې تازه دمه ځواکونه د لښکرګاه د سقوط د مخنیوي په هیله هلمند ته خوځيدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د