fbpx

الکوزی: د هلمند یوازې پنځه لس سلنه خاوره له دولت سره ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په مشرانو جرګه کې د هلمند خلکو استازی وايي چې دولت په هلمند کې خپل واک ورو – ورو له لاسه ورکوي.

محمد هاشم الکوزي چې له په یوه تلویزوني بحث کې خبرې کولې، چې موده وړاندې د هلمند شل سلنه خاوره له دولت سره وه، خو په دې وروستیو کې يې پنځه سلنه خاوره نوره هم له لاسه ورکړې ده.

هغه د هلمند د والي هغه څرګندونې چې ګواکې د دې ولایت سقوط ته هیڅ خطر نه دی متوجه؛ بشپړې رد کړې او د ده په خبره دا « تشریفاتي خبرې دي. »

له تېرې يوې اوونۍ راهیسې د مرکز لښکرګاه په ګډون په ټولو ولسوالیو کې جګړې زور اخیستی دی.

وړمه ورځ د هلمند د ولایتي شورا رییس د لښکرګاه د سقوط غږ پورته کړ او پر مرکزي دولت يې غږ وکړ چې که تازه دمي ځواکونه ور ونه رسېږي څلوېښتو ساعتونو کې به د مرکز د سقوط شاهدان وي.

د هلمند والي بیا د ولایتي شورا د رییس څرګندونې بې بنسټه وبللې او ويې ويل چې د دوی ځواکونه په جګړه بوخت دي او په وینا يې «لښکرګاه په څلوېښت کاله کې هم سقوط نه کوي.»

په تېرو څو ورځو کې لسګونو امنیتي ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده، خو په هلمند کې د جګړې اوپراتيپي مسوول عبدالجبار قهرمان تر اوسه غلی دی، نوموړي د خپلې دندې د پیل په وخت ټټر وهلی و، چې هلمند کې به ارامي راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د