ایران دا ځل په افغانستان کې

استاذ محمد زمان مزمل

محمد زمان مزمل

تر پنځو کلونو خبره واوښتله چې ایران د عراق ، نیم لبنان او یوه وړه برخه د افغانستان د خلکو نه د عراق ، سوریې او یمن په مساله کې په ډیر بدترین ډول استفاده کوي.

د سعودي عربستان تیر پاچا په غلطه پالیسۍ د سعودي او یمن مسایل ټول د سني مسلمانانو په سیاسي بایلات ودرول ، ولی ایران د امریکا او غرب په توجه د سیمې د زوړ ژاندارم ایران افسانه ماته کړه ، هلته چې ایران په عراق ، سوریه او یمن کې بربنډه مداخله لرې او ان زمونږ د وطن شیعه ګان پکې په غلطه طریقه استخداموي او د کرزی او اشرف غني  حکومتونو د افغاني شیعه ډلو په دې غلط سیاست سترګې پټوی بلکې د طالب سره د مقابلې بد تهذیب حکومت همدغو ډلو ته په امتیاز ورکولو د افغانستان داخلې سیاست هومره پیچلی او قومي کړ چې انسان په دې هیواد کې د شیعه او نورو وروڼو ملتونو حتی د قیادتونو خامي او تر وخت مخکې خبرې اوري نو فکر کوي چې ایران دا ځل د صنعا او دمشق په ځای کابل انتخاب کړ .

زمونږ خلکو د شوروي اتحاد د تجاوز په دوران کې چې ایران خپله د امریکا او صدام سره په شدیده دښمنۍ کې و بیا هم د شیعه وروڼو سره د وروری  په ښه حد کې و .

د مجاهدینو سره او بیا د طالبانو د دوران کورنیو جګړو زمونو له ملت نه طلایي چانسونه واخیستل او په دې هیواد کې د یو ملي سیاست په ځای ډيرو ډلو قومي تنګو سیاستونو ته مخه کړه او دې ناروا مبارزي د ډیرو نه سړي جوړ کړل ځکه قومي سیاست ته زمونږ ګاونډیان هم ځني خرڅ شوي هڅوي .

د کرزي په راتګ او په بن کې د ایران رول او د امریکا سره د ایران همکاري ایران یواځي دا نه چې ارګ ته داخل کړ بلکې د ایران ناشنا بسکټ یې د تورخم په سبا ناري هم کیښود .

څو ورځې مخکې چې محقق د وارداتي برق په اړه او د بامیانو په لار د هغه د تیریدو چیلنج ورکاوه نو داسې یې وویل چې ، ارګ باید پوه شي چې نړۍ ډير تغیر کړی دی .

د محقق له وینا او لهجې نه دا له ورایه ښکاریده چې د دنیا له تغیر هغه د ایران حمایه مطلب وه او چې څوک په یو هیواد کې د ملي پروژو په اړه دغسې یو بې منطقه او تر خپل حق زیات څه غواړي انسان پوهیږي چې ددې غلط دریځ اصلي شیمه په بل ځای کې ده .

زه باور لرم چې شیعه وروڼه به ددغه تنګ قومي سیاست نه په اسانۍ را وګرځي هغه چې ایله پکې ځنې مشران د یوه قوم د ملا تړ په ورقه ځآنونه تر لندکروزرو او مشرۍ ته رسولې او تر هغه پکې نور څه هم غواړي .

شیعه وروڼه چې د افغانستان د بدې اوضاع په استفاده کې قهرمانان روان دي دای کندي یې ولایت کړ ، تعلیمې ادراي او بورسونه د چور په حساب اخلي او په دې اړه د ایران په پیسو جوړ کړي تلویزونونه هغه کوي او هغه وایې چې ، زمونږ ملي وحدت ته نوي ګواښونه همدا تلویزونونه دي .

زمونږ شیعه وروڼه چې په افغانستان کې د ایران د سني وروڼو په نسبت د ازادۍ او حقوقو سل برابره لري او له هغوي سره د یوی نسبي وروري په اړه سنیان روان دي هغوی باید خپل هر څه په حساب وخوري او د دغسی جوړی ورورۍ هر څه د یوه مهذب هیواد او ملت په حساب ، حساب کړي او دلته د هغوی لپاره خلاص چانسونه د چا کمزوري او د خپل زور پورې و نه تړي ځکه دا افغانستان دی چې د شوروي او پرنګي متجاوزین یې وزین تاریخ او ملت پیژني هغه تر شوروي او امریکا وړو استعماري بچڼو ته سر ڼه ټیټوي .

مونږ چې پرون د میرویس خان په دوره کې د ایران د صفوي شیعه جګړه کوله نو هغه مهال افغانستان له خپلو شیعه وروڼو سره هیڅ قضیه نه درلودله پرون احمد شاه بابا د مشهد جګړه د نادر افشار د ځوی لپاره کوله د هرات والي عباس قلي شیعه و .

نن چې په دې هیواد کې ځيني فکر کوي چې د پاچا  ګردشۍ په حساب هغوی کټلې ده دا په دې خاطر ده چې مونږ ټول ددې خاوري اوسیدونکي یو که پرون پکې یوه قوم حکومت کاوه بل په دې خاطر زغمه چې ګډه جغرافیه کې ژوند همدغسی صبر او زغم غواړي نن چې د تحولاتو په یو بل غلچکي پړاؤ کې زمونږ ځینې وروڼو او ځينو ډلو زیات سیاسي جاګیر د ځان کړی مونږ یې ټول په هماغه صبر او زغم ګالو چې دا هم زمونږ د وطن بچیان دي اخر به په خپله غلطی پوه شي ولی زغم او صبر هم کاسه لري .

نه ښایې چې د یوه هیواد د لوي جهاد نه د ځینې نورو په ملاتړ داسې سیاست ته، تن ورکړي چې د یوه لوي ملت فتحه پکې د یوه قوم یا یوه حزب په نامه وخوړل شي او د نورو عزیزو او مهذبو قومونو صبر او زغم څوک د ماتي او یا ه کمزورۍ په حساب واخلي که نه مونږ پرون د محمود غزنوي ، شهاب الدین غوري او میرویس خان نیکه اتلو دورو کې د سیمې حافظان و د همدی ځایه ځینې له سیاست او تاریخ سره لوبې کونکي دې، مونږ دي پر هغه څه نه چیلنج کوي چې بیا یې قرباني او تحولات بږنونکې وي .

نن هم مونږ د یوه لوي ملت برخه یو ، طالب هم په ځان کې پښتون لري ، طاجک لري او ازبک لري او کابل هم د ډيرو ملیونونو کوربه دی دا په دې معنا چې دلته هیڅکله هم څوک د قوم په حساب نه حکومت ته زړه ښه کوي او نه هم د حکومت پر ضد یوه تحول ته  .

څڼګه چې ټول ملتونه په ډلو کې تقسیم دي داسې باید زمونږ سیاسي ډلې هم د ملتونو کور وي د یوه قوم نه ډله جوړول همدا مشکلات لري چې نن پکې زمونږ شیعه وروڼه د مهذب سیاست له چوتری وتي ښکاري .

دا چې مونږ په صنعا ، عدن ، حلب اوخماژ کې خپل هزاره وروڼه په جنګ کې شریک وینو دا د حکومت کمزوري ده که نه د دې امت د جنګ موخه دي ایران د بهرني دښمنانو نه، خپله مسلمانانو ته نه را اړوي او کابل پکې صنعا او حلب نه دی .

هومره چې اسلامي نړۍ ته غرب او امریکا سیاسی بې ثباتي را وړي ده هومره دغه بې ثباتي ایران د خپلو مذهبي لږه کیو د بد معاشیو د پاره په کار وړي ده او چې امریکا په دې ماجراؤ کې ښکیل او نامراده ده ایران په دې لوي سني ماحول کې ولی ځان هغه ازمیښت ته ورکوي چې تر سلو ځلو یې زیات ایران په نا مرادی درولی ده .

تیرې ملي فیصلې چیلنج کول او د سالنګ په ځای د بامیانو له لارې مزي په زور غځول دا نه د دې هیواد په خیر ده او نه هم د بامیانو په خیر او نه به افغانستان په دغه بې چاره پړاؤ کې د چا دا پیکه نازونه وزغمي.

تبصرې (1)

  • مزمل صاحب لطفا این ویدیو را هم اگر فرصت بود؛ مشاهده کنید تا ببیند عق دشمنی و آتش انتقام گیری ولایت فقیه علیه دیگران چقدر عمیق و سوزاننده است. لطفا مشاهده دیگر آنرا به دیگران هم توصیه کنید.
    https://www.youtube.com/watch?v=eKfsGBz1QY4