fbpx
صلاح الدين رباني له ډاکټر غني سره

اشرف غني له صلاح الدین رباني د استعفا غوښتتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د حکومت پر دواړو شریکانو نیوکې وکړي، ولسمشر غني ترې د استعفا غوښتنه کړې ده.

له ګلخانې ماڼۍ نه ځینې سرچینو رسنیو ته ويلي چې اشرف غني تېره شپه صلاح الدین رباني سره اړیکه نیولې او ترې غوښتي يې دي چې له خپلې دندې لاس پر سر شي.

وړاندې تر دې چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر نورالحق علومي له دندې لرې کړل شو، صلاح الدین رباني هم په هغه لیست کې و، چې باید له دندې وشړل شي.

هغه مهال هم په شخصي رسنیزو ناستو کې صلاح الدین رباني د حکومت دواړو مشرانو ته ګواښ کړی و، چې د نوموړي له دندې لرې کېدو خیالونه دي له سرونو وباسي.

صلاح الدین رباني چې له خپل پلار برهان الدین رباني وروسته د جمعیت اسلامي مشري هم ور په غاړه ده، څو ورځې وړاندې مزار کې خپل ګوندیانو ته د حکومت پر ناکامۍ اعتراف وکړ.

نوموړي د جمعیت په غونډه کې وویل چې د حکومت دواړه شریک مشران د خپل شراکت له شوې موافقې هم څو ځلې سر غړولی دی.

ولسمشر غني د هغه څرګندونې غیر مسوولانه بللې او تازه راپورونه ښيي چې له نوموړي يې د استعفا غوښتنه کړې، خو نه ده څرګنده چې رباني به ورته د هو سر وخوځوي او که به د نه ځواب ورکړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

یاره له عکسه خو یې دا څرګندیږي چې ……. به په لاس کې ورته ونیسي. ته دا بې غیرته ګوره لکه خپل وزیر ته چې چاپلوسي کوي.

احمدشاه مسعود
میلمه
احمدشاه مسعود

تر دغه فاشیست تاجګ وزیر له دغه خبیث او دوه اتشه ملحد ( کمونست او سکولریست ) مفسد او بی کفایته ریس ډير شرف لری ، د خپل قوم یا خبل ګوند د خلکو سره خو څه ناڅه خواخوږی یا پلویت لری ، دغه خبیث د پشتنو او بشریت قاتل د پشتنو په کور کی د پښتنو د بیا وژلو د پاره لمړی معاون جوړ کړو چه د اوزبکانو له رایو یی د ځان د ریس کولو د پاره کار واخلی او په دی کار کی یی ورسره د بادارانو دستور هم نغښتی وو چه له امله یی نو ر… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

که په غلامۍ وی د پاکستان حکومت تر ټولو لوی غلام حکومت دی ، د پاکستان حکومت د اسیا د پاره د انګریزانو ( واچ ډاګ ) ښکاری سپی یا دوهم اسراییل جوړ شوی کوم چه په یوه کال کی د یوه انګریزانو له خوا د دین په بنسټ د عین استعماری مانوری او ستراتیژی د پاره چوړ شوی، څه شی چه د پاکستان غلامه اداره د کابل له غلامی اداری بیلوی د کابل غلامه اداره سربیره په غلامۍ فاسده او بی کفایته هم ده، هغوی له خپلو جوړو شوو نهادو غلا نه کوله بلکه له لاسته راوړنو یی مسلکی… نور لوستل »