افغانستان

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت سیمیز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شيرین جان دراني رسنیو ته ویلي چې د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله نن د چار شنبې په ورځ سهار له کوره خپل د کار ځای ته پر لاره وو چې چاودنه پرې وشوه.

هغه ویلي چې په چاودنه کې بسم الله ووژل شو او درې ساتونکي یې ټپيان شول.

نن د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم د محلي پولیسو یو قومندان په چاودنه کې ووژل شو او اته تنه ساتونکي یې د یوه ملکي وګړي په ګډون ټپيان شوه.

د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د نوموړي په موټر کې دننه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه، چې له امله یې د سرجنګ په نامه قومندان خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x