عبدالرحمن السمیط ، هغه دعوت ګر چي په لاس يي ملیونونه انسانان مسلمان شول

شفیق احمد ریان

د عبدالرحمن السمیط له نوم سره کیدای شي تاسو بلد یاست ، نوموړی دهغو دعوت ګرانو له جملي څخه دی چي د خپل عمر ۳۰ ارزښتمن کلونه يي د الله تعالی په لاره او افریقايي قبائلو ته د اسلام په دعوت کي تیر کړل ، د السمیط د نه ستړي کیدونکو هڅو په برکت سره د افریقا په لر او بر کي تر ۱۱ ملیونه زیات خلګ په اسلام مشرف شول .

نوموړی اوس مهال په المان کي تر تداوي وروسته خپل هیواد کویټ ته تللی دی ، دي لیکنه کي کي د نوموړي په ژوند لنډه رڼا اچول شوي .

عبدالرحمن السمیط په ۱۹۴۷ میلادي کال کي په کویټ کي په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کي دنیا ته سترګي وغړولي ، ابتدائي زده کړي يي په کویټ کي وکړلي ، وروسته يي د داخلي جراحي په څانګه کي تخصص وکړ .

په ۱۹۷۴ کال کي يي د انګلستان د په لیورپل په پوهنتون کي خپل زده کړي بشپړي کړي او د دکتورا لپاره کاناډا ته ولاړ ، هلته يي د داخلی مرضونه په څانګه کي دکتورا واخستله .

له تحصیل څخه وروسته يي ټول وخت په خیریه او دعوتي کارونو کي تیراوو ، د دعوت په ډګر کي د ښو خدمتونو له امله د بیلا بیلو دولتونو او ادارو له لوري ورته نړیوالي جایزي ورکړل شوي ، ددي جایزو له جملي څخه د ملک فیصله جایزه هم وه  ( د ملک فیصل یوه نړیواله جایزه ده چي هر کال د سعودي د حکومت له لوري مشهورو دعوت ګرانو او عالمانو ته ورکول کیږي ، ددي جایزه قیمت ۷۵۰ زره ریاله دی )  نوموړي د جایزي ټولي روپي د افریقايي ماشومانو په تعلیم او تربیه ولګولي ، په افریقايي ماشومانو د شیخ المسیط د سرمایه ګذاري نتیجه دا شوه چي هغو ځوانانو په مختلفو څانګونه کي درسونه وویل او له پوهنتونونو څخه فارغ شول دا مهال هغوی په مختلفو هیوادونو کي په خدمت بوخت دي .

شیخ السمیط د ۳۰ کلونو د دعوت په جریان کي له مختلفو مشکلاتو سره مخ شو ، د دغو مشکلاتو په لړ کي له څو هیوادونو څخه ویستل شو او په مرګ تهدید شو ، حتی څو واره په حبس محکوم شو او زندانونه يي تیر کړل .

همدا رنګه نوموړي څو ځله د دعوتي فعالیتونو په مهال په موزمبیک ، کنیا او زیمبابو کي د خطرناکو افعي او نورو مارانو تر حملو لاندي راغلي خو د خدای په فضل سره يي له دي بلاوو څخه نجات وموند .

شیخ السمیط همدا رنګه په افریقا کي د یو رقم مچانو له لوري څو واره وچیچیل شو چي د خطرناکو مرضونو انتقال کوي .

نوموړي به تل د دیني دعوت او داسلام د دین د معرفي کولو لپاره مختلفو هیوادونو ته سفر کاوو ، ددي سفر په لړ کي څو ځله افریقايي او د شمالي قطب هیوادونو ته سفرونه وکړل ، په دي ډول شیخ السمیط و توانید چي مختلفو ځایونو کي خلګو ته د اسلام دعوت ورکړي .

عبدالرحمن السمیط کولای شوای د طبابت په ذریعه ډيره شتمني لاس ته راوړي او له خپلي کورنۍ ، میرمن او اولاد سره هوسا ژوند وکړي ، خو نوموړي خپل ارام ژوند ته شا کړه خپله میرمن او اولاد يي پریشودل د الله تعالی لپاره يي د افریقا بي وزلو هیوادونو ته ډيره واره سفرونه وکړل ، د افریقا په وحشتناکو ځنګلونو او سپیرو بیبانونو کي کي وګرځید تر څو د اسلام د مبارک دین پیغام خلګو ته ورسوي او د الله تعالی ددي رحمت سره يي اشنا کړي .

نوموړي د دعوت په ۳۰ کلنه موده کي په تنها ځان سره دومره کار وکړ چي ډیر حکومتونه  يي له کولو څخه عاجز دي .

د شیخ السمیط ځيني فعالیتونه په لاندي توګه دي :

۱- په افریقا کي د ۷۵۰۰ مسجدونه جوړول .

۲- د ۹۵۰۰ څاګانو کیندل .

۳- د ۸۶۰ مدرسو جوړول .

۴- د ۲۰۴ اسلامي مرکزونه تاسیس کول .

۵- د ۱۵ زره یتیمانو سرپرستي ، دغو یتیمانو ته یي یوازي خوراک نه ورکاوو بلکي ددوي د تربیي مسؤلیت يي هم په غاړه وو .

شیخ عبدالرحمن السمیط د افریقا خلګ دا ډول توصیف کوي : دي بي وزله ملت له اسلام څخه غلط فهم اخستی وو ، تاسو پوهیږي عیسوي دعوت ګرانو دوی څنګه د خپل لاس اله ګرځولي وو ؟

نوموړی زیاتوي چي له افریقایانو څخه مي پوښتنه وکړه چي ستاسو دین څه شی دی ؟ دوی راته وویل چي د الله شکر دی مونږ پروتستان مسلمانان یو  ؟! تعجب مي وکړ څنګه پروتست مسلمانان یاست ؟ جواب يي راکړ : زمونږ پلرونو مونږ ته ویل چي مونږ مسلمانان یو مګر د مسلماني په اړه هیڅ نه پوهیدلو تر دي چي په دي هم نه پوهیدلو چي لمونځ څنګه وکړو ، روزه څنګه ونیسو ، تر دي چي عیسوی دعوت ګران راغلل خدای دي دوی ته خیر ورکړي مونږ ته يي را وښودل چي څنګه لمونځ وکړي او څنګه روزه ونیسئ مونږ ته يي انجیل هم راکړ او زمونږ لپاره يي کلیسا هم جوړه کړه .(یادونه : پروتستان د عیسوي مذهب یو فرقه ده )

د السمیط د ۳۰ کلن دعوت ثمر  دا وو چي په ملیونونو مسلمانان د اسلام دایري ته داخل شول ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول دی چي څوک که وکولای شي د یوه انسان د هدایت اسباب برابر کړي دده لپاره کافي دي  او اجر يي تر هر هغه څه زیات دي چي په دنیا او ما فیها کي دي .