ټولنیزه برخه

سعد بن عقبه رضی الله عنه او دهغه ایمانی قوت

حضرت سعد بن عقبه رضی الله عنه دیوه ښار څخه بهر دچکر او کتو لپاره ښکته سو او یو څو ورځی هلته پاتی سو: هغه ځکه چه دی ددښمن دمقابلی لپاره باید له یوه سیند څخه باید تیر سی، حضرت سعد رضی الله عنه دالله جل جلاله په توکل سره ؛؛ نستعین بالله ونتوکل علیه، حسبنا الله ونعم الوکیل لاحول ولا قوة اٍلا بالله العلی العظیم؛؛ دا کلمی یی له ځانه سره ویلی او خپل آس یی سیند ته واچوه او له اچولو وړاندی یی خپلو ملګرو ته هم وویل چه تاسو ماپسی جوخت خپل ځانونه داسی واچوی لکه دده پشان

هم هغه وه چه دوی سیند کی وغورځیدل اوکله چه دسیند هغی بلی خواته ورسیدل دغه وخت کی دآسونو سرونه په اوبو کی ډوب نه ول چه دا منظر دکفارو لښکر په ډیری حیرانیتا کی واچول او دوی وویل چه ؛؛ دیو آمدند؛؛ یعنی لیوان راغلل او دغه ټکی ویلو سره دوی ټول وتښتیدل. دا هم دپوخ یقین او سالمی عقیدی برکت وه چه دصحابه وو څومره کلک ایمان وه چه هغوی ته نه اوبو او نه کوم بل شی کوم نقصان رسولی سو نو مونږ باید هر وخت کی په الله توکل او باور وکړو او دالله دمرستی منتظر ووسو ترڅو په هر کار او هر عمل کی مو بریا په برخه سی.

(تاریخ طبری؛ ۲ /۴۶۰ – ۴۶۲، البدایه والنهایه:  ۷ /۶۴ – ۶۶ والبدایه ۶ /۱۵۵)

————

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات

 د عبرت څخه ډکي کيسې (پنځمه کيسه) پر له پسې شپږمه برخه

ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x