fbpx
Kanduzzzz

کندوز: له نیول شویو کسانو نه اته تنه نور هم خوشي شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز چارواکي وايي چې د قومي مخورو په منځګړيتوب له نیول شویو کسانو نه اته تنه نور هم خوشي شوي دي.

د کندوز سرپرست امنیه قومندان سمنوال معصوم هاشمي وايي چې د قومي مخورو په منځګړیتوب پر دې توانیدلي چې له نیول شویو کسانو نه اته تنه را خوشي کړي، د هغه په خبره لس تنه لا هم د طالبانو په لاس کې دي.

تېره ورځ د کندوز- تخار پر لار ۱۸۵ تنه مسافر له موټرو ښکته کړل شوي و، چې څو ساعته وروسته يې د کندوز چارواکو د ۱۵۰ تنو د خوشي کېدو خبر وکړ او ويې ویل چې ۳۵ تنه طالبانو له ځانو سره وړي دي.

طالبانو د پېښې تایید کړی او ويلي يې دي چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عامه نظم او کمانډو ګڼو عسکرو په شخصي جامو او موټرو کې سفر درلود، د هغوی د موندنې په موخه يې ګڼ مسافر ښکته کړي، پوښتلي يې دي او نظامي کسان يې له ځانو سره وړي دي.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال هم د طالبانو د څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې طالبانو د نظامي کسان د بایومیټریک په وسیله معلومي کړي دي.

نوموړي یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو د بایومیټریک ماشین په واسطه د وسله وال پوځ جنګیالي او منسوبین پیژندلي، هغوی یې برمته کړي او پاتې نور مسافرین یې بیرته خوشې کړي دي.

تر اوسه له طالبانو سره د پاتې زندانیانو برخلیک څرګند نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د