
کندهار : ترافيکي پېښه کې پنځه تنه ټپيان شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار کابل پر لويه لار د ميوند ټرانسپورټي شرکت ۳۰۳ بس موټر د چپه کېدو له امله مسافر ژوبل شوي
پېښه د ياد ولايت په دامان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د چارواکو د لومړنيو معلوماتو له مخي په ياده پېښه کې پنځه تنه مسافر ژوبل شوي .
ياده ترافيکي پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمي بجې رامنځته شوې .
د هيواد مختلف ولايتونه د دې ډول پېښو شاهدان پاته شوي او هر ځل د لويو موټرو د ټکر او يا هم چپه کېدو له امله خونړۍ مرګ ژوبلي را منځ ته شوي .
د کابل کندهار د لويي لاري مسافر د موټر چلوونکو له بې احتياطۍ شکايت کوي.
تېر مياشت د غزني د خونړۍ ترافيکي پيښي وروسته افغان حکومت ژمنه وکړه چې لويو لارو ته به خاصه پاملرنه کوي ، ترافيکي سيستم به فعالوي ، د لويو لارو ترافيک پوليس به را منځته کوي او پر لارو به کنټرول زياتوي خو تر اوسه يې د پام وړ څه نه دي کړي .
د کابل د ترافيکو عمومي رياست يادونه کوي چې تېر کال د ترافيکي پيښو له امله ۱۴۰۰ کسان وژل شوي ، ۵۰۰ ژوبل شوي او شاوخوا ۳۷۰۰ ترافيکي پيښي را منځته شوي .
بايد ووايو چې د طالبانو له لوري د غزني تر خونړۍ پيښي وروسته د لويو موټرو شرکتونو ته خبر ورکړل شوی چې د بې احتياطۍ په صورت کې به د حساب مېز ته کښېنول کيږي .