جالب حقيقتونه « لومړۍ او دوهمه برخه»

ژباړه: نجیب الله خان

۱: ماشومان په پسرلي کې ژر وده کوي.

۲: ژبه د انسان په بدن کې تر ټولو کلکه عضله ده.

۳: د پرنجی کولو په وخت کې  زموږ د بدن دننه هر څه ودريږي،  حتی د زړه ټکان هم.

۴:  د خولې څخه معدې ته د غذا رسیدل ۷ ثانيې وخت نیسي.

۵: ماشومان د لويانو څخه زياتې د څکولو غوټۍ يا Taste buds لري.

۶: دهغې هوا سرعت چې د پرنجي په وخت کې له پوزې خارجيږي، سل میله په یوه ساعت کې دی.

۷: تر ټولو کوچنی هډوکی د انسان د بدن؛  په غوږ کې شتون لري تقريباً ۰،۱۱انچه دی.

۸: د انسان هره وروځه ((Eyebrow )) کې  تقريباً ۵۰۰ويښتان شتون لري.

۹:  د سړيو په ورځ کې ۴۰ويښتان تويږي د ښځو ۷۰.

۱۰:  دا ناممکنه ده، چې په خلاصو سترګو پرنجی وکړو.

۱۱:  هډوکي څلور ځلې تر سمیټو کلک دي.

۱۲: د انسان بدن په سهار کې لوړ او په شپه کې لږ ټیټ ښکاري.

۱۳:  هرانسان تقريباً سل میلیونه عصبي حجرې لري.

۱۴: دانسان کوپړۍ د ۲۷مختلفو هډوکو څخه جوړه شوې.

۱۵:  کله چې ماشوم نوی پیدا شي نو ۳۰۰هډوکي لري، خو کله چې لوی شي ۲۰۶هډوکي کېږي، ځکه چې ځينې هډوکي سره يوځاى شي او د څو هډوکو څخه یو هډوکی جوړ شي.

۱۶:هره ورځ د پنځو بادامو خوړل تاسو د سرطان له ناروغۍ څخه ساتي.

۱۷: که هره ورځ ۱۲ګیلاسه اوبه وڅښئ، د پوستکي هیڅ ډول ناروغي به ونلرئ.

۱۸:  که هره ورځ یوه پياله شیدې وڅښئ، نو د هډوکو هيڅ ډول ستونزه به ونلرئ.

۱۹: هره ورځ د یو لیمو خوړل، ستاسو بدن چاغ کیدلو ته نه پرېږدي.

۲۰: انسان په یو وخت کې ساه ویستل او ساه اخيستل نشي کولی.

دوهمه برخه

۱. د اسامه بن لادن د مړينې اعلان د ۲۰۱۱ کال د مې په لومړۍ نیټه وشو؛ د هټلر د مړينې اعلان هم ۱۹۴۵ کال د مې په لومړۍ نيټه شوی و.

۲. فرانسوۍ ژبه کې د( surrender) يانې تسليمۍ لپاره،۷۰بيلابيل معادل لغات شتون لري.

۳. د سترګو ګاټی ۲۸ ګرامه دی.

۴. دانسان سترګه ۵۷۶ میګاپیکسله ده.

۵. سترګې په هر ساعت کې ۳۶۰۰۰ بایټه معلومات پروسیس کولی شي.

۶. د انسان سترګې په یوه دقيقه کې ۱۲ ځله سترګکونه (blinks)وهي؛ په یوه ورځ کې ۱۰ زرهځله.

۷. سمندري اسونه (Seahorse) هیڅ معده نلري.

۸. کله چې موږ حرکت کوو، زموږ ۲۰۰ عضلې په حرکت راځي.

۹. د انګلستان څخه د فلوریډا ایالت لوی دی.

۱۰. په اوسط ډول، کيڼلاسي کسان (هغه څوک چې په چپ لاس سره هر کار کوي لکه لیکل، خوړل) د ښي لاسو په پرتله درې کاله مخکې مري.

۱۱. د داسې مڼې د پیدا کیدلواحتمال، چې نیمه سره او نیمه ژیړه وي؛ په یو ميليون مڼو کې يوازې د يوې مڼې پیدا کیدل دي.

۱۲. د مطالعې تر ټولوښه وخت د سهار د ۴ بجو څخه تر ۶ بجو پورې دی، ځکه چې دغه وخت کې دماغ سل فیصده فغاليت کوي؛ تر ټولو بد وخت یې د شپې پرمهال د مطالعې کول دي، چې دماغ يوازې شل فيصده فغاليت کوي.

۱۳. د يوې مڼې خوړل تاسو ته تر یوې پيالې قهوې څښلو زیاته انرژي درکوي.

۱۴. سوياناو آسونه هيڅکله کانګې ( vomit) نه کوي.

۱۵. د سګریټو لیټر له اورلګیت څخه مخکې جوړ شوی.

۱۶. د جامو تڼۍ (button) د لومړي ځل لپاره په هندوستان کې جوړې شوي.

۱۷. د شترمرغ سترګې تر هغه مازغو لويې دي.

۱۸. فیل یوازنی حيوان دی؛ چې ټوپ نشي وهلی.

۱۹. د ستوري په شان بحري کب (starfish) هیڅ مازغه نلري.

۲۰. یو کوچنی ماشوم کولې شي،چې د ابي نهنګ (blue whale) په رګونو کې لامبو وکړي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د