حیرانوونکې ناروغي؛ یو کلن ماشوم بالغ شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د راپورونو پر بنسټ په هندوستان کې یو کلن ماشوم د هورمونونو د ناروغۍ له امله په جسماني لحاظ بالغ شوی.

دغه ماشوم چې د هندوستان له دیلي ښار څخه دی نوم يي نه دی په ډاګه شوی خو د انګلستان د ورځپاڼې انډیپینډنټ د راپور پر بنسټ دغه ماشوم په داسې ناروغي اخته شوی چې په میلیونونو کسانو کې یو کس پرې اخته کیږي او له همدې امله نوموړی په یو کال کې په جسماني لحاظ بالغ شوی.

د ماشوم کورنۍ هغه مهال پوه شول چې په دغه ماشوم کې داسې بدلونونه ښکاره شول چې په نورو ماشومانو کې نه لیدل کیږي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د دغې ماشوم ذهني وده او نمو د ۱۲ کلن ماشو په اندازه ده.

روغتیايي کارپوهان وايي چې هارمون تراپي له لارې د دغې ناروغۍ درملنه ممکنه ده.

د ماشوم مور شبنم پروین وویل چې د نوموړی کورنۍ هغه مهال حیران شول چې نوموړی د خپل عمر له نورو ماشومانو په پرتله ډیر اوږد و خو هغوي په ګومان دا د اندیښنې وړ نه و تر څو چې د نوموړی وده او نمو غیر عادي شوه.

هغې زیاته کړه چې د نوموړی د بدن غړي د سړیو په څیر غټیده او دوي پوه شول چې کومه ستونزه شته. په دغې ناروغۍ اخته ماشومان له وخت څخه وړاندې وده کوي او څو کاله وروسته وده یي په پیشپړه توګه ودریږي.

د میکس سپر اسپیشلټي روغتون روغتیاپوهانو دغه ماشوم معاینه کړه، د ډاکټرانو په وینا د نوموړي هورمونونه د ۲۵ کلن ځوان په څیر دی.

ډاکټرانو وویل چې له دې امله چې اوس نوموړی ډیر کوچنی دی په دغه بدني بدلونونو نه پوهیږي خو کله چې عمر يي زیات شي عضلات به يي دومره غښتلي شي چې مور او پلار به يي نشي کنترولولی.

په ماشوم کې د هارمون ترابي په پایله کې د بدني بدلونونو عمل ورو شوی او کورنۍ يي باید هره میاشت د نوموړی درملنې لپاره له اندازې زیاتې پیسې ورلګوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د