افغانستان

پکتیکا: د خوشامند ولسوالۍ امنیه قومندان د پنځو پولیسو په ګډون طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی آسیا: د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ نوی ټاکل شوی امنیه قومندان عبد الرحمن سیلاب د خپلو پنځه تنه نورو پولیسو په ګډون د طالبانو سره یو ځای شوی، او طالبانو سره یې ژمنه کړې چي نور به په هیواد کي د اشغالګرو حمایت نه کوي، او د هیواد د ازادي او خپلواکۍ ګټلو په لاره کي به د طالبانو تر څنګ دریږي، او د بهرنیانو په خلاف به په جهاد کي ګډون کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې معلوماتو په ورکولو سره زیاته کړه چي قومندان سیلاب د خپلو ملګرو سره طالبانو ته ۹ میله وسله هم له ځانه سره راوړه، او یو ټانګ او نور مهمات یې طالبانو ته تسلیم کړل.

باید وویل شي چي د طالبانو د دعوت کمیسون په نامه یوه اداره کوشش کوي چي په دولتي ادارو کي کاروکونو او پولیسو سره اړیکه ونیسي، تر څو یی د حکومت سره د کار کولو څخه را وګرځوي.
کتونکي په دې باور دي چي د هغو سیمو څخه چي بهرنیان وتلي په هغو سیمو کي یو ځل بیا د طالبانو نفوذ زیات سوی، او هلته اوسیدونکي پولیس او د ملي ادرو عسکر خپلي وسلي تسلیموي، او د طالبانو سره یو ځای کیږی، او یا هم په کور کښيني، او نورو کارونو ته مخه کوي.

طالبان وايي چي دوی د هغو کسانو ډیر ښه استقبال کوي، چي ددوی سره د یو ځای کیدو لپاره دوی ته ورځي، او ځان ورته تسلیمه وي، او زیاتوي چي هغوی ته د ورور په شان ګوري، او هیڅکله به هغه د یو افغان په توګه بیا د طالبانو له لاسه ضرر ونه ویني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x