ادبي لیکني

ستوری «ادبي ټوټه»

محمدالله شېرزی

ته ستوری وې تا د اسمان په  ټولو کنارو چکرې وهلې، تا د شپې د ځمکې ټول تیاره اړخونه لیدل، تا دسپوږمۍ په غېږه کې شپې روڼولې. تا د مزدور خولې ندې لیدلي چې د اوړي په اوږدو او له سختې ګرمۍ نه په ډکو ورځو کې یې د مینې له فرمان نه سر نشو غړولی، هغې خوراک او څښاک نه کاوه، یواځې د خپل یار ښکلی نوم یې پر ژبه جاري و.

خو د کور د وړو بچیانو حال یې هم له سترګو نه لرې کیده، په ټکنده غرمه کې يې د سترګو نازولي کور ته د خوب تنکي او ګل رخه میلمانه نه راوستل.

هغه به وجود کې بلا زخمونه درلودل خو د همت قوه یې دومره چټکه وه چې خپل کار یې په بې صبرۍ سره کاوه.

هغې ته تا مینه نه وه ورکړي، هغې د ستړیا له امله ستا نوراني صورت نشو لیدلی، خو هغې تل دا ارمان په سینه کې ګرځاو.

 کاش !

چې زه هم د یو چا د زړه د کوچني اسمان رنګین او مینه لیدونکی ستوری وای.

12/5/1016

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x