پر تورخم د ویزې موضوع دواړو خواوو تایید کړې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې افغان سفیر وايي چې د تورخم له لارې د وېزې په اړه د افغان او پاکستاني اړخونه تر منځ څو میاشتې وړاندې خبرې شوې دي.

حضرت عمر زاخېلوال د خلکو د پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له ډېرو پلټونو وروسته تېر ماښام داسې معلومات په ګوتو ورغلل چې دا موضوع څو میاشتې وړاندې له دفاع وزارت او له هغه وروسته امنیت شورا سره شریکه شوې ده.

زاخېلوال لیکلي: « تیر ماښام می پیدا کړه چی دا موضوع څو میاشتی مخکی د افغانستان او پاکستان د همآهنګۍ په امنیتی کمیسون کی پورته شوی وه او پدی اړوند د پاکستان لوری پورتنی تصمیم په رسمی توګه د افغانستان ددفاع وزارت ته سپارلی چی نوموړی وزارت دا موضوع هماغه وخت د افغانستان د امنیت شوری ته راجع کړی.»

زاخېلوال پر دې موضوع د خبرو کره نېټه نه ده ښوودلې او هم يې لیکلي چې تر اوسه يې په رسمې توګه د امنیت شورا دریځ هم نه دی تر لاسه کړی.

د ګډ حکومت له پیل سره د ډېورنډ د رسمي کېدو خبرونه خپاره شول، خو دولتي سرچينو په کلکله رد کړل، خو د زاخېلوال څرګندونې په ډاګه کوي چې د ډېورنډ کرښې اړوند پر ګڼو موضوعاتو پرېکړې شوې چې وخت پر وخت به په ډاګه شي.

زاخېلوال دا هم لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم له ستونزې ناخبري ښيي.

ياده دې وي د جون میاشتې له پیل سره د تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو له لوري د بې وېزې افغانانو پر وړاندې وتړل شوه، چې ګڼ شنونکي يې د ډېورنډ د رسمي کېدو ډانګ پېيلې نښه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د