نظــر

امریکاولې په سوريی کې متردده شوه !؟

IMG08404168 دسوریي شخړه اودامریکادیرغل تابیا اوس هم دنړیوالې میډیاپه سرلیک کې ځای لري چې (ممکنه ده  امریکاپه په لنډوخت په سوریه باندې بریدوکړي ) ؛ خوداخبره هم روښانه  ده چې دسوریي په موضوع کې دمغروري امریکا دیکتازی او سرتمبګی زوربې سیکه  او سرخوړلی ښکاري  .

امریکاسخت زیاروویست چې دسوريي په اړه  یوه نړیوال اشغالګراشر اوایتلاف لکه افغانستان ، عراق  اولیبیاته یې چې کړی وو منځته راولي ،خو نړۍ ځکه ورسره اتفاق ونکړ چې دافغانستان ، عراق اولیبیا په هیوادونوکې هغه بشریت ضد ناولي جګړې چې دامریکاپه مشری دناټو یرغلګروقواووپیل اولادوام ورکوي دسرپه سترګوولیدل اوویني یې اودې پایلي ته رسیدلي چې  دغه جګړې پرته لدې چې خپله غربي لښکري اومنافع پکې لولپه اوخاوري ایري شي بل مفهوم اومعنانلري !!

که لنډپه لنډه دافغانستان موضوع  راواخلو دامریکایانوپه شمول غربي  سیاستوال اوپه جګړې کې  دخیل جنرالان  پرته له  کوم ابهامه  په  وازکومي وايي چې  د افغانستان  جګړې کوم کنډو ډک اوپوره  نشو کړای ، ځکه طالبان دتیرو ۱۳ کلونو راهیسي  نه داچې  کمزوري نشول بلکې له یوه کال نه بل کال  اوله یوې ورځې نه بلې ورځي ته  په افرادي اوتکتیکي ډګرونودواړو کې غښتلي شوي  اوپه عین  حال کې دافغان ولس  مرسته  اوهمکاري هم  ورسره زیاته  شوي

که  سترګي  پټي  اوپه  حقایقو پرده  وانه چول شي ، ایاطالبانو دوه اونی وړاندې  دننګرهار ولایت  په  تورخم  سیمه  کې  یونیم سل  امریکايي ټانګونه اوجنګي وسایل چې قیمت یې  دری نیم سوه میلونه  ډالر کیده دخپلودریواتلانو په مټ په نیم سات کې لولپه  نکړل اوایاله تیري  اونی راهیسي ، دمیدان وردګو، غزني ، هرات  اوپکتیکاپه  ولایتونوکې دیولړموثروکاروایانواوبریدونوپه ترڅ کې له سلو ډیر امریکايي عسکرونه وژل  شول ؟

نوچې نړۍ اوامریکایان  دافغانستان دغیورولس اواتلو مجاهدینودغه  معرکي  اوجهادي برلاسی  مشاهده کوي کله به  حاضرشي  چې  په  یوه بله بې مفهومه  هغه شخړه کې  چې  خپله  دوی  په  سوریه  اونوروعربي  هیوادونوکې  دخاصوشوموموخولپاره پیل کړي ځان وروغورځوي اوخپل ګړوبیدونکي مالي بحران نورهم دتباهی لورته  سوق کړي !/

له بل  لوري امریکاپه افغانستان  اوعراق  کې  هغه  جنایتونه  سرته  ورسول چې تاریخ یې ساری نلري  که هغه دزرګونو بې دفاع وګړو وژنه ،دمیلونوتنو شکنجي اودممنوعه وسلو استعمال چې اوس یې هم اثرات په دغو هیوادوکې ښکاره لیدل کیږي ،همدالامل دی چې  که هرڅومره امریکاووايي چې  بریدیې په سوريي لدې کبله مشروعیت لري چې  بشارالاسدد دمشق په حومه  نومي سیمه باندي زهرجني  وسلي کارولي او۱۳ سوه تنه سوريی وګړي یې وژلي څوک ورته  غوږ نه  ږدي ؛ ځکه هرڅوک داپوښتنه لري چې امریکاتاپه جاپان داتوم بم استعمال کړاوپه عراق  اوافغانستان کې دې دفاسفورس بمونه وکارول چاپوښتنه درنه وکړه چې ته یې اوس له بشارالاسد نه  پوښتنه کول غواړي ؟

شک نشته چې اسدبه  دغه جنایت ته  لاس اوږدکړي وي  چې هیڅکله دبښلو وړندی اوبایدکلکه سزاوویني ، خوددغې سزااومحکومیت واګی اوس  څوک دامریکاپه لاس  او  عدالت  کې  لیدل نه  غواړ ي ، ځکه  امریکایان دنړۍ پرمخ  لوی جنایتکاران  اوپرمظلوموولسونو دممنوعه اوکیمیاوي وسلو اصلي کارونکي دي .

داينډيپنډنت ؛‌ ورځپاڼه په خپل یوه تحلیل کې چې پرسوریه باندې یې دبرید په باب دبرتانوي پارلمان کلک مخالفت ته کتلي داخبره دیوه دلیل په توګه ذکرکړی چې برتانوي پارلمان لدې امله هم  ړومبي وزیر ( کامرون ) ته دبریداجازه ورنکړه چې دافغانستان جګړه اوس هم  برتانوي ولس اواقتصادته درانه زیانونه  اړوي ، بلکې  دپارلمان یوه غړي خوکامرون ته  داخبره هم یاده کړه چې دافغانستان په جګړه کې دبرتانيي  شاهي غړو کړاونه وزغمل اوبې شمیره عسکریې ګوډ اومات شول خو جګړه لاهم بې نتیجي اودطالبانو په اغیزي تمامه شوي.

 دکتونکوله نظره دسوريي روانه شخړه اوامریکايي رکوداوسوړوالی په ډاګه  کوي  چې  امریکادافغانستان جګړې اودافغانانوګوزارله  ځمکې داسې پریستي چې  په اساني سره یوې بلې سوځونکي جګړې ته  وردانګل نه غواړي اونه  یې  هم  متحدین اوپه خاص ډول  زړه ته  نیږدې هغه برتانیاچې په  نیمه  خوله به  یې  دامریکايي منافعولپاره هرخطرته  ځان غورځاوه اوس  په هیڅ بیه نه اماده کیږي چې دسوريي په  موضوع  کې په  پټوسترګو دامریکا ترشاروانه شي .

تمه  کیږي چې  په  سوريی باندي  دامریکااوغرب له ورستي شړیدلي حالت څخه  به هغه اسلامي  هیوادونه  چې  ځیني  دامریکاترشاولاړدي اوپرسوریه باندي امریکايی جګړه تپل غواړي  اوځیني  نورهیوادونه دسوریي دجابرهیوادحمایه  کوي دعبرت درس  واخلي اوداخبره درک کړي چې  امریکاعراق ، افغانستان ، لیبیااومصرته  څه ورکړل چې اوس به  یې  سوریي ته  ورکړي  اوهم  دې  هغه هیوادونه  چې  دسوریي دجابرواکمن رژیم مرسته  کوي  هغوی  په خپل ګریوان کې  سرښکته  کړي  چې  ایادبشاراسددفاسداوظالم رژیم په خپل ځای پاته  کیدل اوژغورنه په دې ارزي چې ټوله سوریه دې لولپه شي اومظلوم خلک دې دکیمیاوي اوزهرجنووسلوخوراک  اوخس خاشاک وګرځي ؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x