څنګه د خلکو زړونه ښکار کړو؟

ژباړه او ترتيب: محمد حسن اسلامي

د دې لپاره د خلکو زړونه لاس ته راوړل چې د اسلام سره يې مينه زياته شي، دهغه لور او لارې ته سم شي، او د بلنې پر لښکر ور ګډ شي، دهغه مټ او بازو شي،تر څو دنيا او آخرت يط له مونږ سره ښايسته شي.

دې مهمې موضوع ته بايد دعوتګر زياته توجه ورکړي، دا څه اسانه کار نه دی، خو دومره سخت هم ندی چې دسړی زړه ورڅخه سوړ شي، نو ښايې چې بلونکي او دعوتګران د دې مهم عمل لپاره پوره تفکير وکړي اود يوه منظم پلان په لرلو سره دعمل ډګرته ورودانګئ .

د غه موضوع له څو اړخونو اهميت لري:

۱- د خلکو زړونه لاسته راوړل له دعوت سره دهغوی د ملتيا ښه وسیله ده، ځينې خلک چې له دعوت سره نه ملګري کيږی ، ستر علت يې دا وی چې په ساحه کې موجود داعي ورسره ناسته پاسته، تګ راتګ نه لري، زړونه يې نه وې تر لاسه کړي ، يا ورسره پيژندګلوي نه لري او يا يې دتصرفاتوله سموالي څخه باوری نه وي، او یا هم تصرفات يې سم نه وي چې د خلکو د نفرت باعث کیږی او ورڅخه تښتي !

امام بخاري رحمه الله د جماعت دلمانځه په باب کې دا حديث را نقل کړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کله صحابه وو د امام دلمانځه له اوږدوالي څخه شکايت وکړ نو ويې فرمايل: ( يا ايها الناس اِنّ منکم منفرين).

اي خلکو! ستاسو ځینې خلک نفرت خپروونکي دی. هو! ځينې خلک د چا پروا نه کوي د خپل دعوت لپاره مناست ځاي ، وخت او دخلکو حالات او مجبوریتونه نه ګوري ، وايې زه حق وايم که يې څوک منی او کنه! دا د دعوت له اصولو او حکمت څخه بې خبري ده ، په اخلاص کې يې څه نه وايو ، خو طریقه يې د انتقاد وړ ده ، زړونه نشی تر لاسه کولی او بايد داخلاص تر څنګ طريقه هم سمه کړی .

۲- له دعاتو څخه يوه ډله داسې دی چې د خلکو معاملو ( غم او ښاديو ) ته هيڅ اهتمام نه کوي و او نه دځان په اړه د چا د دريځ پروا ساتي، چې په نتيجه کې د ده او خلکو تر منځ فاصله راشي ، هغه ورو ورو زياته شي، او خلکو ته د خپل پيغام او دعوت درسولو تر منځ يې خليج را منځته کړي، او په همدې حساس او نازک وخت کې هغو منحرف فکرو، اسلام تيښتو، فرصت طلبوخلکو اوپروژيې سیکولرانو ته ددې زمينه برابره شي چې دخپلو ناوليوافکارو او مباديو لپاره اوريدونکی غوږونه ، باروړونکې اوږې او صفت کوونکې خولې پيدا کړي، ځکه هغوی پوهيدلي وي چې له خلکو سره څه ډول تعامل وکوي، چې زړونه يې ترلاسه کړي اودخپلو باطلو او شيطانی پلانونو لپاره يې وکاروی. نو د خلکو د زړونو ښکار او تر لاسه کول ديوه سپيڅلي هدف د حصول او تحقق لپاره اړين دي او دا له کومو لارو لاسته راوړلی شو پدې اړه يو څومهمو ټکو ته ستاسو توجه را اړوو، که څه هم خلکو ته عادي په نظر ورځي.

د پاکو زړونو د تر لاسه کولو لارې چارې:

عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ أَوْ قَالَ لِجَارِهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ ” . أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ :
انس صيب له نبي عليه السلام څځه………..

۱-دخلکو خدمت کول او داړتياوو د پوره کولو په لاره کې ګام پورته کول.

دانساني نفسونو په خټه کې دا اغښل شوی ده چې چا ورسره نيکي او احسان وکړ او يا يې داړتياوو دپوره کولو په لاره کې يو ګام پورته کړ که ډير وړوکی هم وي نو له هغه سره يې مينه پيدا کيږي.امام قرطبي رحمه الله وايې: دانسان دنجات دوه وزرې دې يو دالله تعالی عبادت او د خلق الله (الله دمخلوق ) خدمت دی، لکه څرنګه چې يو مرغه په دوو وزرو هم له خطر ځان ژغورلی شي او هم د خپلې خوراکې د پيدا کولو لپاره پرې الوتلی شی، همدارنګه انسان پدې دوو وزرو د دنيا سعادت او د آخرت نجات موندلی شی. او درسول الله صلی الله عليه وسلّم داخبره مو هم له ذهن څخه غايبه نشي چې فرمايې: خَيْرَ النَّاسِ من ينفع الناس فكن نافعاً لهم[.غوره دخلکو هغه دی چې ډير خير يې خلکو ته رسي. نوته هم دوی ته نفعه رسوونکی شه!

او پدې لړ کې اړمن خپلوان له ټولو حقداره دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلّم فرمايلي دي: (: خَیرُکم، خیرُکم لأَهْلِهِ وَ أَنَا خَیرُکم لأَهْلَی).

په تاسو کې غوره هغه دی چې خپل اهل ته يې ډيرخير ور رسيږي، او زه خپلې کورنۍ ته په نيکي کولو کې تر تاسو ډيرغوره يم.

او کله چې له بي بي عايشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چې : رسول الله په کور کې څنګه ؤ او څه يې کول؟ هغې وويل: (کان يکون فې مهنة اهله ، فاذا حضرت الصلاة يتوضاْ و یخرج الي الصلاة)رواه البخاری .هغه به تل د کور په کار بوخت وي کله به چې دلمانځه وخت شي نو اودس وکړي او لمانځه ته ووزي. هو رسول الله خو خپلې پڼې پيوندولې ، خپلې جامې يې پخپله وينځلې. اوښې يې لوشلې، او له صحابوو سره يې خس راټولول، پیرې ګزمې يې کولې، مونږ خو خپله بستره هم نه شو ټولولی! د کور کار او بيا دا واړه واړه کارونه خو دخپل غيرت منافي بولو! مونږ غواړو تل مخدوم واوسو نه خادمان! مونږ خو کورنيو او بیا مور ، خور ميرمنې او کور ته سلام هم نه ورکوو ، دهغوی سره کار کې ونډه اخستل خو پريږده، هو که څوک د نور بيروني بوختيا او لويو لويو کارونو او لوی خدمت له کبله دې وړو کارونو ته وخت ونه لري خير دی ، خو که ځانونه پدې کارونو را ته کم ښکارې نو دا خو دخطرې خبره ده ، نو بيا به مونږ د رسول الله د ګڼو سنتو تارکين يو.

زمونږ ډير ملګري او دعوت ګران خو داسې هم شته چې دخلکو دزړونو د ترلاسه کولو لپاره يو ګام هم نه اخلي، نور خو پريږده دخپلو والدينو، ميرمني او نورو حقدارانوزړونه يې ندې لاسته کړي ، او دهغوی زړونه هم له کينې او غوصې ورته خوټيږي ، ځکه چې دهغوی دحقوقو په اداء کې يې تقصير کړی او پاتې راغلي.

او بل ډله چې مونږ ته يې د زړونو لاس ته راوړل اړين دي هغه ګاونډيان دي، او د دوی حق له نورو مخکي دې، رسول الله صلي الله عليه وسلّم فرمايلي دي: (من کان يؤمن بالله واليوم الآخرفليکرم جاره) څوک چې پر الله او ورځ دآخرت ايمان لري نو د خپل ګاونډې اکرام او عزت د وکړي. د حق او هدايت لور ته له بلني بل پورته اکرام به څه شي وي؟

بل ځاي رسول الله صلی الله عليه وسلّم ورور او ګاوندی د خپل نفس سره مساوی او برابر بللي دی چې وايې: (عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ أَوْ قَالَ لِجَارِهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ ” . أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ :

. ايمان نه لري هغه څوک چې دبل مسلمان او يا ګاونډې لپاره هغه څه خوښ نه کړې چې دځان لپاره يې خوښوي، که سړی لږ دخپل فکر نيلې ددې حديث شريف په هکله لږ ستړي کړي پدې پوهيږی چې پدې وړه جمله کې څومره ستر ستر انسان جوړونکي تربيتي او اجتماعي مفاهيم پراته دي چې که دا قول په کوم بل چا ويلي وی ، نړي به په طلا او نقره نه ؤ ليکلي؟ دا خو يوازې دکور ګاونډې نه ښيې پدې کې ستر نړيوال ګاونډيان هم شامليږي ، اوس د هرسړی فکر وکړي چې دځان له پاره کوم مادي او معنوي توکې او ارزښتونه ، عزتونه او قدردانيې خوښوي هغه به ټولې خپل ورور او ګاونډې ته هم خوښوي او کوم مادې او معنوي تاوانونه چې ځان ته نه خوښوي هغه ټول به دوی ته هم نه خوښوي ، دادي د لورينې دين او دارزښتونو د ژغورني نړي سالاره ايديالوژي!! ،

نو مونږ ته پکار دي چې خپل ګاونډي ته مينه ورکړو، محبت ورسره وکړو دا يوازې ښه کار نه بلکه داسلام له نظره دمسلمان او په ځانګړې توګه د مسلمان داعي د ايمان د شتون او رڼايې نښه او علامه ده.

بل هغه خلک چې مونږ يې دزړونو په ترلاسه کولو مکلف يو دخپل کار دساحې ملګري دي ، يو انسان چې کلونه کلونه چيرې تير کړي او د کار دساحې دخلکو زړونه ترلاسه نه کړای شي ،نوهغوی ته خپل پيغام نشې وړاندې کولي ، هو ډير داسې خواران او کمزوري خلک به هم وي چې کلونه کلونه چيرې اوسيږي او څوک ترې خبر هم نشې چې دا سړی چيرې کوم دعوتي پروګرام او برنامه لري !!

ګرانه او معززه وروره! ستا دکار ساحه ستا حاصلخيزه او زرخيزه ځمکه ده ، چې ته هلته د خپل دحق دعوت تخم ونشې کرلی نو لرې تلو ته به څنګه وخت ورکړې؟

که ته ډاکتر يې نو ناروغ ستا مدعو دي ، که ته معلم، استاذ اويا مدرس يې ستا شاګرد ستا مدعو دی، که ته چيرې مامور يې نو ستا مراجعين ستا مدعوين دي چې پرته له سفره، پرته له مصرفه ستا په اختيار کې دي، دهغوی کارونه سم پر وخت ورته خلاصول، د درس او تدريس لپاره په ټاکي وخت د پوره تياري سره حاضريدل، او د ناروغ سره د پوره زړی سوی، خواخوږۍ او ترحم معامله کول، هغه څه دي چې تا ته يې د زړونو مزې پلاس درکوي، ستا خبره اوري، او ستا له اخلاقو الهام اخلی او ستا له اخلاص او صداقته اغيز او رنګ اخلي.

هو ! دا هم ضرور نه ده چې ټول د ستا ټولې خبرې ومني که يې لږ ومنله که ډيره ، که لږو ومنله که ډيرو ستا مکلفيت تر سره شو خو چې د دې لپاره پلان ولرې ، حکمت په کار واچوې او مخلصانه يې وکوي نو تا ته خو به الله اجر درکوي ، او که ډيرو ومنله نو چې تر څو ستا په خبرو عمل کوي دهغو ثواب به د ده په اندازه تاته هم را روان وي دادي د مسلسلې ګټې تجارت چې دا ځانګړتيا په نورو عباداتو کې نشته او دا د دعوت خصوصيت او امتياز دي چې داعي د مدعوينو دعمل په ثواب کې شريکوی، اوهغوی ته هم پوره اجردی ، دهغوی برخه تاته نه راځي تا ته مهربان ربّ مستقله برخه درکوي.دخلکو خدمت کول د زړونو دترلاسه کولولومړي او مهمه وسيله وه .

د و همه وسيله حلم (نرمي کول) دی :

کله کله خلک ستا په هکله تقصير کوي ستا حقوق پوره اداء نه کړي، د يوه شی ژمنه درسره وکړی بيا وفا ورباندې و نه کړي، يا تاخير وکوي،يا د په ژبه خفه کړی نو د دې د زړه دترلاسه کولو لپاره له حلم (نرمۍ) ، او له خپلې غوصې خوړلو پرته بله ښه او اغيزناکه لار نشته، ځکه ته د موخې او هدف خاوند يې تاسره سپيڅلې پروژه او انسان جوړونکې برنامه ده،غواړې دهغې لپاره کار وکوي او ځان ور ورسوې، نو ستا د هدف غوښتنه دا ده چې ته به نیکه رويه کوې، ډيرې خبرې به شاته غورځوې دا ستا بې غيرتی نده بلکه ستا لوړوالی او ستا دهدف سپيڅلتيا ورڅخه معلوميږي.

الله تعالی دخپل عظيم کتاب د آل عمران دسورت په( ۷۱)آيت کې د داسې دعوتګرو صفت کوی چې : ( والکاظمين الغيظ والعافين عن الناس والله يحب الصابرين) په دې اړه د رسول الله صلي الله عليه وسلّم مبارک
سيرت او دهغه دمدرسې روزل شوی ملګری ګڼې ز1ريني بيلګې لري.

درېيمه وسيله په معاملاتو کې نرمي او پراخ زړي ده:

رسول الله صلی الله عليه وسلّم دمعاملې په بهير کې د خلکو دزړونو دتر لاسه کولو لپاره يو څو مهم او لنډ اصول داسې راپه ګوته کوي فرمايې رحم الله رجلا سمحا اذا باع واذا اشتری واذا اقتضی، او فې روايه اذا اقضی)رواه البخاری .الله د په هغه انسان رحم وکړي چې په ځرڅولو او اخستلو او خپل حق غوښتلو کې اساني کوونکی وي.

په خرڅولو کې داساني مطلب دا دی چې په خپلې متاع بخل نه کوي، له عام رواج او بازار څخه له بريده وتلی ګټه نه کوي،او په معامله کې بد ژبي نه وی، او په اخستلو کې داسانی معنی داده چې اخيستونکی له خرڅوونکي سره اسانی وکوي په نرخ او بيه کې ډير ورته کلک نشي په ځانګړي توګه کله چې دا مشتري غني او شتمن وی او خرڅوونکي نيستمن اوفقیر وي.

په اقتضاء کې اسانی او نرمي دې ته وايې چې په يو چا د حق يا پور وی نو چې په نرمی يې ترې وغواړی که د وس ؤ او هغه د تنګسيا خاوند، فقير او ناداره وی ورته ويې بښې اويا ورته مهلت ورکړې.لکه چې پدې مبارک حديث کې راځي: له ابو هريره رضی الله عنه څخه مرفوع روايت شوی:يو سړی ؤ چې خلکو ته به يې قرضونه ( پور) ورکاه کله به يې که څوک ليده چې لاس به يې تنګ ؤ نو خپلو هلکانو او مزدورانو ته به يې ويل: ترې ورتير شي!

( ورويې بښي) اميد دي چې الله مونږ ته را تير شي ( عفوه راته وکړي) نو مهربان رب هم دوی ته ورتير شو يعنې ويې بښل. سبحان الله څومره ښکلی هدایات دی چې زمونږ ايمانونه ازمويې.

او نرمي په قضاء کې داده چې په بل روايت کې يې ذکر شوي: په خپل وخت، نرمي او سمه طريقه د بل دحق او پور اداء کول دی ، دا سې معامله دهر مسلمان لپاره پکار ده خو د داعي لپاره خو ډيره ضروری ده او پدې توګه دخلکو زړونه ښکار کړي، بيا به يې هر څه ستاسو دسپيڅلي او مبارک هدف په خدمت کې شي.

امام بخاری پخپل صحيح کې د ابوهریرة رضی الله عنه څخه يو بل مرفوع حديث روايت کوی وايې:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، ” أَنَّ رَجُلًا أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَقَاضَاهُ ، فَأَغْلَظَ فَهَمَّ بِهِ أَصْحَابُهُ ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : دَعُوهُ فَإِنَّ لِصَاحِبِ الْحَقِّ مَقَالًا ، ثُمَّ قَالَ : أَعْطُوهُ سِنًّا مِثْلَ سِنِّهِ ، قَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، لَا نَجِدُ إِلَّا أَمْثَلَ مِنْ سِنِّهِ ، فَقَالَ : أَعْطُوهُ ، فَإِنَّ مِنْ خَيْرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ قَضَاءً ” . (حديث مرفوع)

يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلّم ته دخپل حق دغوښتلو لپاره راغئ، پر رسول الله يې ډيره غصّه وکوله، ( پداسې حال کې چې دپور غوښتلو لپاره يې همدا لومړی راتګ ؤ اورسول الله هم ورته ممانعت او دنه ورکولو څه نه ؤ ويلي خو هغه د رسول الله په شان کې دبې ادبۍ ناوړه چلن وکړ)نوصحابه کرامو ته د دې عمل زغمل سخت شول د سړي د وهلو اراده کې وکوله، رسول الله صلي الله عليه وسلّم دوي ته وويل :مه کوي پريږدی! دحق خاوند سره څه خبرې وي. بيا يې وفرمايل : ده ته يو اوښ ورکړي! صحابه کرامو چې وکتل په هغه عمر اوښ يې د صدقې په اوښانو کې ونه موند، خو له هغه ښه موجود ؤ وويل مونږ خو چې څه وموندل هغه د ده له اوښ څخه غوره او ښه دی ، رسول الله ورته وويل : همغه ورکړي او زياته يې کړه ستاسو غوره هغه څوک دی چې په اداء کولو کې بهتره وي. سړی خوشاله شو وويل: تا زما (حق) پوره را کړ الله د تاته ( اجر) پوره درکړي .وګورئ چې رسول الله صلی الله عليه وسلّم په څه ډول د دې سړي زړه ته لاره پيدا کړه اوښکار يې کړ.

يو عالم وايې :(نقاتل الناس بحبٍّ )مونږ په محبت دخلکو زړونه ښکار کوو، د دعوت ګر وسله او وسيله مينه، ترحم، مدارات او له خلکو سره حسنه معامله ده.

څلورمه وسيله مدارات دی:

عَنْ عَائِشَةَ : (( أَنَّ رَجُلاً اسْتَأْذَنَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمَّا رَآهُ قَالَ : بِئْسَ أَخُو الْعَشِيرَةِ وَبِئْسَ ابْنُ الْعَشِيرَةِ ، فَلَمَّا جَلَسَ تَطَلَّقَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي وَجْهِهِ وَانْبَسَطَ إِلَيْهِ فَلَمَّا انْطَلَقَ الرَّجُلُ قَالَتْ لَهُ عَائِشَةُ : يَا رَسُولَ اللَّهِ حِينَ رَأَيْتَ الرَّجُلَ قُلْتَ لَهُ كَذَا وَكَذَا ثُمَّ تَطَلَّقْتَ فِي وَجْهِهِ وَانْبَسَطْتَ إِلَيْهِ ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَا عَائِشَةُ مَتَى عَهِدْتِنِي فَحَّاشًا إِنَّ شَرَّ النَّاسِ عِنْدَ اللَّهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ تَرَكَهُ النَّاسُ اتِّقَاءَ شَرِّهِ

له بی بي عايشه رضی الله عنها څخه روايت دی چې: يو سړی رسول الله ته راغئ کله يې چې ورته وکتل نو وويل: دا خو ډير بد ګزرانه سړی دی، خو کله چې را وورسيد او کښيناست نو رسول الله په ورين تندي ورسره مخ شو، او په پراخه حوصله يې استقبال کړ، کله چې لاړ نو عايشې بې ی بي ورته وويل :يا رسول الله کله د چې دا سړی وليد نو داسې او داسې د وويل خو بيا په ورين تندی او پراخ زړه ورسره کښيناستې ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلّم وويل: یقينا د قیامت په ورخ ډير شرير خلک هغه دی چې خلک د دوی دشر څخه د خلاصون په خاطر دوی بريږدی ( نه يې چيړي).

امام قرطبي صیيب وایی: فِي الْحَدِيث جَوَاز غِيبَة الْمُعْلِن بِالْفِسْقِ أَوْ الْفُحْش وَنَحْو ذَلِكَ مِنْ الْجَوْر فِي الْحُكْم وَالدُّعَاء إِلَى الْبِدْعَة مَعَ جَوَاز مُدَارَاتهمْ اِتِّقَاء شَرّهمْ مَا لَمْ يُؤَدِّ ذَلِكَ إِلَى الْمُدَاهَنَة فِي دِين اللَّه تَعَالَى .

پدې حديث شريف کې دهغه چا دغيبت کولود جواز دليل دی چې فسق او فجوراو يا نور دې ته ورته بد اعمال يې خلکو ته څرګند وی او چې د بدعت او ناروا لورته خلکو ته بلنه ورکوي، خو ددې سره سره د دوي دشر څخه د ځان ژغوورنې په خاطر ورسره مدارات هم جايز دي تر هغه بريده چې د الله په دين کې د مداهنت ته ونه رسيږی.

مدارات او مداهنه دوه جلا جلا کليمې دي چې بيلې بيلې معناوی او هره يوه بيل حکم لري. عِيَاضٍ صاحب وایی: وَالْفَرْق بَيْنَ الْمُدَارَاة وَالْمُدَاهَنَة أَنَّ الْمُدَارَاة بَذْل الدُّنْيَا لِصَلاحِ الدُّنْيَا أَوْ الدِّين أَوْ هُمَا مَعًا , وَهِيَ مُبَاحَة , وَرُبَّمَا اُسْتحِبَّتْ , وَالْمُدَاهَنَة تَرْك الدِّين لِصَلاحِ الدُّنْيَا , وَالنَّبِيّ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّمَا بَذَلَ لَهُ مِنْ دُنْيَاهُ حُسْن عِشْرَته وَالرِّفْق فِي مُكَالَمَته وَمَعَ ذَلِكَ فَلَمْ يَمْدَحهُ بِقَوْلٍ فَلَمْ يُنَاقِض قَوْله فِيهِ فِعْله , فَإِنَّ قَوْله فِيهِ قَوْل حَقٌّ , وَفِعْله مَعَهُ حُسْن عَشْرَة , مدارات د دنيا او يا دين، او يا دواړو د مصلحت په خاطر د دنيا .ښندلو ته وايې ،او دا روا او مباح عمل دی، او کله کله غوره او مستحب وي،.

او مداهنه( غوړمالي) د دنیا لپاره ديني ارزښتونه پريښودلو ته وايې دلته رسول الله صلی الله عليه وسلّم د يوه شرعي مصلحت په خاطر خپل ظاهري روش ددې سړی سره کړی دی. او په خبرو اترو کې يې ورسره نرمی کړی خوپه خبرو کې يې دهغه صفت او مدح نه ده کړی، دلته دقول او فعل تر منځ تناقض نشته، دده په هکله يې حق خبره کړی او ورسره يې خپل حسن معاشرت هم نه دی پرې ايښی .

يعنی مدارات ديوه شرعي مصلحت لپاره په ورين تندې له هغه چا سره مخ کيدلو ، او نرمې خبرې ورسره کولو ته وايې ولوچې په هغه کې څه کمی او کمزوری هم وی لکه فسق او فجور ..

هو مونږ دخپل سپيڅلی هدف او لوړو ديني مصالحو دتحقق لپاره د ټولنې د افرادو سره راشه درشه ، ناستې پاستې او مدارات کولو ته اړتيا لرو ، خو چې دا کار په احتیاط او ځیرکی وشي چې دينې ارزښتونه په بيه او قيمت کې را څځه وانه خلې.

نور بيا..

 له اصلاح انلاين نه په مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د