افغانستان

دفاع وزارت په هلمند کې د امنيتي ځواکونو د ماتي سبب په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): هلمند چې دا مهال د خونړيو جګړو شاهد دی هره ورځ په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتي کيږي او دواړه لوري يو بل ته د زياتي مرګ ژوبلي ادعاء کوي .

حکومتي چارواکي مني چې طالبانو د مرکز لښکرګاه سربېره ددې ولايت په څو ولسواليو کې هم مهال بريدونه پيل کړي .

د مشرانو جرګې غړي هاشم الکوزي په يوه تلويزوني مرکه کې د يادو بريدونو په اړه وويل چې ۶۵ تنه ملي پوليس او د ملي اردو سرتير وژل شوي او جسدونه يې لا د طالبانو په ساحه کې پاته دي .

د فاع وزارت مني چې د افغان ځواکونو تر منځ همغږي شتون نلري او له همدې امله يې په وړاندي خنډونه ډېر دي .

په ولسي جرګه کې د هلمند استازي يادونه کړې چې د ملي اردو په جګړه کې نه ګډون او د طالبانو ګواښونه له پامه غورځول د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ ستر سببونه دي خو د فاع وزارت بيا د ټولو افغان ځواکونو نه ګډون ردوي .

د دفاع وزارت وياند ويلي په هلمند کې زموږ د ځواکونو د ماتي ستر علت په خپل منځ کې نه همغږي ده .

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلګو استازي اخندزاده د حکومت له مشرانو هلمند ته د جدي پاملرني غوښتنه کړې او وايي بايد بهرني ځواکونه زموږ له ځواکونو سره هوايي مرسته وکړي تر څو حالت قابو کړای شي .

د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم اتل تېره مياشت په ډاګه کړې چې هلمند ته د ۳۲ زره امنيتي سرتيرو تشکيل ورکول شوی چې له دې جملې ۱۸ زره سرتيري شتون لري او د پاته ۱۴ زره خيالي سرتيرو معاش او امکانات لوړ پوړي امنيتي چارواکي جېبونو ته اچوي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x