نظــر

د ملا برادر سناریو نوره هم حساسه سوه

د ملا برادر ازادیدل ډیر نیژدی او یا تر سره سویده خو هغه بیچاره یی په زوره ناروغه کړیدۍ غربی او شرقی استخباراتو د هغه د وژلو یا نیولو یا جذب کولو او ځینو یی د ساتنی هڅی تیزی کړیدی پاکستانی منابعو وویل چه هغه ازاد سو مګر ناروغه دی نامعلوم روغتون ته لیږل سویدۍ د امنیتی دلایلو پر بنسټ د هغه ځای نسی ښودلای سرتاج عزیز وویل ملا برادر افغانستان ته نه سپارل کیږی هغه به په پاکستان کی وی ترهغه چی دی وغواړی کوم بل هیواد ته ولاړ سی.

ملا برادر په یوه قیمتی الماس بدل سویدۍ ټوله ستر هیوادونه یی د لاسته راوړلو هڅی کوی. پخپله د برادر څخه لار ورکه ده نه پوهیږی څه وکړی ظاهرا ازاد سو لیکین هغه مظلوم د خپلی کورنۍ سره په مصونه او ازاده فضا کی لیدنه نسی کولای

هر آن د مرګ احساس کوی د خپلو پخوانی یارانو څخه بیل دۍ، فشار یی ټیټ سویدۍ سرتاج عزیز وویل د شکری مرض لری خو حقیقت خدای ته معلوم چی رشتیا ناروغه دی او که یی د مرګ لاری چاری جوړوی ځکه ملا ربانی او ملاعبیدالله هم په پاکستانی زندانو کی ووژل سوه ملا برادر که جوړ هم وی اوس ناروغه کیږی دا خو د طالبانو د دوهم سړی مقام او ارزښت دی خو که کله د ملا محمد عمر  پښه را منځ ته سوه نو د دوهمی نړیوالی جګړی قهرمانان به مو هیر سی.
راسۍ په لنډه کتنه وکړو چی ولی ولسمشر ، او ټوله تنظیمی مشران حتی د طالبانو د یوه لوی قوماندان سره نسی پرتله کیدای لکه منصور داد الله یا ملا ذاکر دا خلګ د امریکا او ناټو په وړاندی لوړ قیمتونه لری ملا محمد عمر د نړۍ په سطح د دری په اصطلاح په یوه استوره ای قهرمان بدل سویدی ټوله نړۍ یی له نامه سره اشنا ده. حتی داسی ګنګوسی هم سته چی وای امریکا هم هڅه کوی د ملا محمد عمر ژوند د خطر سره مخ نسی د دوی په آند که ملا صاحب نه وی یو لوی ولس به تیت او پرک وجنګیږی نو سوله به په افغانستان کی ناممکنه سی بیا به مختلفی خپلواکی قوماندانۍ رامنځ ته سی یو به سوله منی یو به یی نه منی یوازني سړی چی ټوله جنګیالی یی قومانده منی هغه ملا صاحب دی. دا قوت په څه کی نغښتۍ دی؟
زما په آند له یوه طرفه ټوله نړۍ پوه سول چی ملا په ولس کی د کافی ملاتړ څخه برخمن دۍ له بله اړخه افغان قبیلوی حاکمیت هغه پښتانه چی د طالبانی روش سره موافق هم نه وه د پښتون په نامه دومره بی برخی او حتی وټکول چی هغوی هم مجبور سوه د ملا صاحب سره خواخوږی پیدا کړی ځکه دوی ولیدل چی ټول حکومت، دولتی شتمنۍ ،دولتی ځمکی ، ښه چوکۍ،اقتصادی قرار دادونه ، د نفتو انحصار، د بانکونه لرل ، بلډینګونه او په بهرنی بانکونو کی پانګی اچونی ټوله او ټوله د هزاره،ازبک او تاجک دی پښتانه که کاتبان او پیاده ګان پاتی وی ممنون دی. حتی د هیواد ژبی تغیر وکړ ټول تلویزنونه،رادیوګانی او اخبارونه په ایرانی کلماتو چلیږی له بله اړخه امریکایانو هم په مجموع کی پښتانه وټکول ، د حاکمیت او امریکا دا ډول پالیسیو د پښتنو د اتحاد زمینه برابره کړه او ددی اتحاد مرجع بله نسته غیر له ملا محمد عمر څخه ، که د چا زړه وی که نه وی یو ډول نه یو ډول خواخوږی ورسره لری.

 په لمړیو کی چی امریکایانو د دموکراسۍ ډنډوری و وهلی او د تروریزم ډیر بد یی وویل خلګ په عام محضر کی د ملا محمد عمر په نوم شرمیدل اما کله چی په لغمان کی ښځی بمبارد سوی په کنړ کی ګڼ شمیر کوچنیان بمبارد سول په کندهار کی واده بمبارد سو او د کندهار په زنګ اباد کی عامه وژنه ترسره سوه  په هرات کی بالابلوک ولسوالی بمبارد سوه  د چاپو په ترڅ کی ښځی په سپیو و داړل سوی نور پښتون زوی ته د سوال ځای پاته نه سو او ملا صاحب یی په حقه وګڼی اوس یی ځنی ځنی نوم په ویاړ یادوی. دلته د ملا صاحب د طرفدارۍ هڅه نه کیږی بلکه څه چی حقیقت او عینیت دی باید یاد سی که څه هم ډیر سوالونه او کمۍ طالبانو ته متوجه دی.

مُقبل کاروان

د لیکوال وروستۍ لیکني:

1 – دهیواد او ولس په وړاندی نوی لوبی

2 –  استاد تابع د احسان دۍ

3-  په ټاکنو کی، د ولس د نه ګډون، څرګنده بیلګه

4 –  جګړه ایزه جوړښتونه د سیالۍ په درشل کی

5 –  هغسی پارلمان، دغسی وزیران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x