
د ښار جوړولو وزیر: د دارالامان ماڼۍ د بیا ودانولو لپاره بېلې شوې پیسې ورکې دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د ښار جوړولو وزیر وايي چې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو لپاره را ټولې شوې پیسې د ښاروالۍ له لوري لګول شوې دي.
سید سعادت منصور نادري چې نن مشرانو جرګې استجواب کړی و، استازیو ته په خبرو کې وویل چې له کابل ښاروالۍ نه يې د مکتوب په وسیله د دارالامان ماڼۍ لپاره د ایښودل شويو پیسو پوښتنه وکړه، خو مکتوبي ځواب ورکړی چې هغه پیسې مصرف شوې دي.
نادري وايي چې تر اوسه دی نه دی خبر او نه هم ښاروالي معلومات ورکړي چې دغه پیسې د ښاروالۍ له لوري په کومو پروژو کې لګول شوې دي.
کابل ښاروالي څو کاله وړاندې د دارالامان ماڼۍ د رغولو په تمه د پیسو را ټولو کمپاین پیل کړی و، خو د ښار جوړولو وزیر وايي چې را ټولې شوې پیسې ټولې مصرف شوې دي.
نادري په داسې حال کې د دارالامان ماڼۍ لپاره د را ټولو شویو پیسو له ورکېدو پرده پورته کوي چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو پرانیسته وکړه او ويې ويل چې دا چاره به د شپاړلس نیم میلیونه ډالرو په لګښت په څلورو کلونو کې بشپړه شي.
ياده دې وي د ګډ حکومت له پیله، کابل ښار چې په ګڼو ستونزو کې ډوب دی، ښاروال نه لري.
که په غلامۍ وی د پاکستان حکومت تر ټولو لوی غلام حکومت دی ، لکه اسراییل چه د منځنی ختیز د پاره جوړ شوی د پاکستان حکومت د اسیا د پاره د انګریزانو ( واچ ډاګ ) یا ښکاری سپی جوړ شوی کوم چه دواړه په یوه کال کی د یهودیت او اسلامیت د نومونو لاندی د عین ستراتیژی د پاره چوړ شوی، که د پاکستان په اړه وځیړم او ارزونی وکړم ډیری زیاتی دی کتاب او یا کتابونو ته اړه ده ، مګر څه شی چه د پاکستان غلام حکومت د کابل له غلامی اداری بیلوی هغه دا چه… نور لوستل »