نړۍ

نيويارک ټايمز: فلوجه کې بشري ناورين رامنځته کېدونکی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): له تېرو څو ورځو راهيسې، چې عراقي ځواکونو د پلازمېنې بغداد لويديځ ته فلوجه ولایت کې د داعش پر ضد پوځي عمليات پيل کړي، د دواړو لوريو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.

عربي رسنۍ وايي، چې د داعش جنګياليو پر امنيتي ځواکونو ډله‌ييز ځوابي بريدونه کړي او دواړو لوريو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

فلوجه د ۲۰۱۴م په لومړيو کې د داعش منګلو ته ولويده او د موصل تر څنګ فلوجه دويم ستر ښار دی، چې د داعش تر ولکې لاندې دی.

اوس امنيتي ځواکونو د دغه ښار د نيولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي او غواړي، چې د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مټ دغه ښار بېرته ونيسي.

نيويارک ټايمز او نورو غربي رسنيو ليکلي، چې د دغو جګړو اصلي قرباني د فلوجې پنځوس زره ولسي وګړي دي، چې د جګړې پر مهال يې د خونديتوب لپاره فکر نه کيږي او دغه ښار کې انساني ناورين رامنځته کېدونکی دی.

د عراق امنيتي ځواکونه، شيعه ملېشې او ځايي اربکيان ټول فلوجه کې د داعش جنګياليو پر ضد جنګيږي، مګر جګړه لا هم له ښاره د باندې ده او داعش هم هڅه کوي، چې پر ګډو امنيتي ځواکونو ځوابي بريدونه وکړي.

نيويارک ټايمز ليکلي، چې د امنيتي ځواکونو پوځي وسايط، ټانکونه او ځمکنۍ قواوې مخامخ جګړې کوي او د امريکا په مشرۍ جنګي الوتکې له هوا بمبار کوي. په مقابل کې يې د داعش جنګيالي له ځمکنيو سورنګو او موټر بم بريدونو کار اخلي.

ورځپاڼه زياتوي، چې دغه جګړه کې د عراق «قوي ملاتړ امريکا او ايران کوي.»

نيويارک ټايمز د جګړې د مشر قوماندان له قوله ليکلي، چې د سيمې خلکو ته يې امر کړی، چې خپل کورونه دې پرېږدي او يا دې له کورونو نه راوځي.

يادې امريکايي ورځپاڼې د فلوجې د سرکشي او ځواک په اړه ليکلي، چې د ۲۰۰۴ په اپرېل کې امريکايي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې پر دغه ښار بريد وکړ، د ځايي سني وسله‌والو او ولسونو د قوي مقاومت له امله شاتګ ته اړ شول او په دغه جګړه کې امريکا خپل سل پوځيان له لاسه ورکړل.

f3
د ځايي سني وسله‌والو او ولسونو د قوي مقاومت له امله شاتګ ته اړ شول او په دغه جګړه کې امريکا خپل سل پوځيان له لاسه ورکړل.

نيويارک ټايمز د ولسي خلکو په اړه ليکي، چې نږدې پنځوس زره خلک له هر لوري د توغنديو او هوايي بريدونو هدف ګرځېدلي، له تېرو څو ورځو راهيسې له خوړو او طبي اسانتياوو بې برخې دي او دغه سيمه کې بشري ناورين رامنځته کېدونکی دی.

کډوالو لپاره د ناروې د شورا مشر جان ايګيلانډ وايي، چې فلوجه د بشري ناورين پر غاړه ده او د جګړې ښکېل اړخونه بايد دېته پاملرنه وکړي.

عراق لپاره د ملګرو ملتونو د بشري خدمتونو مشري لېز ګرايډ د فلوجې د روانې غمېزې په اړه نيويارک ټايمز ته ويلي، چې «زه د ولسي خلکو په ستونزو او پېښېدونکي بشري ناورين ډېره اندېښمنه يم او د جګړې دواړه لوري د نړيوال قانون پر خلاف د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته پاملرنه نه کوي.»

ګرايډ زياتوي، چې د دوی پټ معلومات دا وايي، چې د داعش جنګيالي په لوی لاس ولسي خلک د ډال په توګه کاروي.

f2

له فلوجې تښتېدلو خلکو رسنيو ته ويلي، چې لسګونه زره خلک په دغه ښار کې له هر ډول خوړو، اوبو او طبي اسانيتاوو پرته بند پاتې دي او که دغې سيمې ته بېړنۍ مرستې ونه رسول شي، نو زرګونو خلک به د لوږې، تندې او ساري ناروغيو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x