fbpx

را خوشي شوي وګړي: طالبانو پر بایومیټریک ماشين نظامي کسان رانه بېل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په کندوز کې هغو کسانو چې طالبانو له نیولو وروسته خوشي کړي رسنيو ته ويلي چې طالبانو د بایومیټريک ماشین په وسیله نظامي کسان د دوی له ډلې بېل کړل.

دغه کسان وايي چې طالبانو لسګونه تنه له موټرو ښکته کړل، یو مسجد ته يې بوتلل او هلته يې د یو ماشین په وسیله د ګوتو په ايښودولو سره هغوی چې نظامي کسان وبلل شول له دوی بېل کړل او دوی يې بېرته را خوشي کړل.

یاده پېښه تېره ورځ د کندوز – تخار پر لار د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې په پیل کې ځايي چارواکو د ۱۸۵ تنو مسافرو د نیول کېدو خبر ورکړ.

څو ساعته وروسته د کندوز امنیتي مسوولینو وویل چې له یادې ډلې ۱۵۰ تنه خوشي شوي او پاتې طالبانو له ځان سره وړي، خو په تازه راپورونو کې راغلي چې اته تنه نور هم را خوشي شوي دي او د چارواکو په وینا شپږ تنه نور طالبانو وژلي دي.

را خوشي شوي کسان وايي چې طالبانو د امان الله کلي په یو مسجد کې کېنول له ټولو يې پوښتنې کړې او د بایومیټريک ماشين په وسیله يې د دوی ګوتې وکتلې، د دوی په خبره هغوی چې طالبانو يې په اړه کوم شواهد تر لاسه نه کړل پرېښودل او نور يې له ځانو سره وساتل.

دوی وايي چې د پاتې شویو کسانو په اړه دوی معلومات نه لري، خو دوی له ګروېږنو وروسته خوشي کړل.

د سپین زر ۸۰۸ زون قومندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال هم د طالبانو د څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي چې طالبانو د نظامي کسان د بایومیټریک په وسیله معلومي کړي دي.

نوموړي یو امریکايي تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړې چې طالبانو د بایومیټریک ماشین په واسطه د وسله وال پوځ جنګیالي او منسوبین پیژندلي، هغوی یې برمته کړي او پاتې نور مسافرین یې بیرته خوشې کړي دي.

طالبانو له پېښې څو ساعته وروسته مسوولیت پر غاړه واخیست او ويې ویل چې دوی له ځانو سره د کمانډو او عامه نظم عسکر ساتلي او نور مسافر يې خوشي کړي دي.

تر اوسه له طالبانو سره د پاتې زندانیانو برخلیک څرګند نه دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Afghanistan
میلمه
Afghanistan

Yes its surely given by the Americans