mahmadullah_kamal

دا یو دې بس دی له دې بل قهرمان مه جوړوه

دا یو دې بس دی له دې بل قهرمان مه جوړوه

آذره خدای ته ګوره نور خو بتان مه جوړوه

په دې تروو اوښکو به نور هم زموږ زړونه شاړ کړي  

ګلان به نه کړې را زرغون او باران مه جوړوه  

که زه دې بد ایشم پروا نشته خو پام دې هم وي  

د خپل لستوڼي له مارانو یاران مه جوړوه  

ګل راته ګل دی او اغزی ته هم اغزی وایمه

له دې اغزيو زما ګله ګلان مه جوړوه

د ننني پاچا په شان یاران له دره شړې

د نني پا چا په شان دې جهان مه جوړوه

نن راته چا په کنایه کې دا خبره وکړه

کماله دا  کاږه شعرونه روان مه جوړوه



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.