pul-e-charkhi

دهیواد په محبسونو کې داخلاقي فساد په اړه دمدنې ټولنو اندیښنه پرځای ده

په دې وروستیوکې د عدالت ترنامه لاندې دافغانستان یوې مدني اوحقوقي مؤسسې د خپلې ترسره کړې پلټنې په پايله کې دافغانستان په زندانونو کې د اداري او اخلاقي فساد د شتوالي له کبله اندېښنه ښوولې ده.

افغانستان چې نن دنړۍ په کچه په اداري فساد کې لومړی مقام لري ،  دغه فساد یې په نورو ناخوالو سربیره په زندانوکې دزرګونو تنو سیاسي او جنايي بندیانو په ژوند هم ډیر منفي تاثیر کړی .

دملګرو ملتونو دبشري حقونو دساتنې کمټې (Human Rights Watch) په ځلونو دافغانستان په زندانوکې دبندیانو په شکنجې اودهغوئ دبشري حقونو په ترپښولاندې کولو انديښنه ښکاره کړې او په خپل نوبت یې له افغان چارواکوڅخه غوښتې چې په خپلوزندانونوکې دي دبندیانو بشري حقونواوانساني کرامت ته پاملرنه وکړي.

نړیوالو او محلي رسنیو هم په ځلونو داسې رپوټونه نشر کړي چې له مخې یې په ښکاره توګه له بندیانو سره دزور زیاتي په اړه دبشري حقونو دکمیټې ادعاوې ثابتوي.

که څه هم چې دکابل حکومت دکورنیو چارو وزارت او دامنیت ملې اداره هرکرت دمدني او حقوقي ټولنو هغه رپوټونه اوسروي ګانې په ټینګه ردوي چې ددوئ په زندانونوکې له بندیانو سره دناوړه چال چلند په اړه خپریږي ،  خو ددوئ ردول په هیڅ صورت ددې دلیل نه ګرځي چې واقعا دي هم هالته له بندیانو سره مناسب چال چلند کیږي او دهغوئ بشري حقونو او انساني کرامت ته دي په درناوي کتل کیږي.

په دغه تازه احصایه کې چې دعدالت بنسټ لخوا ترسره شوې هغوئ وايي چې پلټونکو ډلګيو يې په اتو ولايتونو کې چې جوزجان،  بلخ،  تخار،  بدخشان،  فارياب،  او سرپل ولايتونه هم په کې شامل دي،  له نژدې ٢٠٠٠ زنداني ښځو او نارينه وو سره خبرې اترې کړې دي.

دبی بي سی راډیو دخبر په حواله د ياد شوي بنسټ مشر شمس الدين شمس ويلي په دغو اتو ولایتونو کې یې له زندانيانو څخه څه باندې ٢٠٠٠ ليکلې شکايت پاڼې هم تر لاسه کړې دي چې دښاغلي شمس دادعا له مخې په زندانونو کې يې د اخلاقي فساد څرکونه موندلې دي او هغه داچې په زندانيانو کې پر يو شمېر ښځو د څارنوالانو او قاضيانو له خوا جنسي تېري شوي دي.

خو دتیر په څیر داځل هم د کابل ادارې د کورنيو چارو وزارت ویاند د دغې پلټنې موندنې رد کړي او ويلي يې دي چې د زندانونو حالات د پخوا په پرتله ښه شوي دي.

دهیواد په زندانونوکې له بندیانو سره دناوړه سلوک او زندان دموظفینو لخوا دهغوئ په بشري حقونه دتیري ژوندۍ بیلګې یواځې دعدالت بنسټ په وروستۍ احصایه کې نشي خلاص کیدلای ،  بلکې دهغه ترڅنګ دبشري حقونو دټولو مدافعو سازمانونو په تیره دبشر دحقونو دساتنې دکمیټې (Human Rights Watch) لخوا باید په دې اړه جدي اقدام وشي تر څو دکابل حکومت په ټولو اړونده زندانونوکې دمحبوسینو او زندانیانو دعمومي وضعیت مالومولو په اړه یو مستقل او بي پري پلاوی وګماري او دهغوئ دپلټنو او مشاهداتو په اساس دي په دغو زندانونو کې دټولو هغو سرغړونو په اړه تفصیلې ارقام راجمع کړي چې په تیرو ۱۲کلونوکې له بندیانو سره شوي او اوس هم دوام لري .

دبشري حقونو مدافعې ټولنې او دبشري حقونودساتنې کمیټه باید دخپل وظیفه وي مسؤلیت له مخې دهیواد په زندانونوکې ټول هغه موارد چې له بشري حقونوپکي سرغړاوی شوی وی مشخص او مرتکبین یې د قانوني مواخذې په غرض قانوني مراجعوته وسپاري .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د