
هنداره: عبيد شينواری
عبيد شينواری
تل شفافه لره زړه لکه هنداره
هرمسلم لپاره شه لکه هنداره
په اغزنولاروتلل دي ترمنزله
زړه مې مه راماتوه لکه هنداره
دافغان ولس زخمي تصویرپکې دې
دتاریخ سپینه صفحه لکه هنداره
چې مې ژوندپکې دحال په ژبه ولوست
راښکاره شوه اینده لکه هنداره
مسلمان خوآینه دمسلمان وي
ځان دې جوړکړه،ګرانه ته لکه هنداره
دټولنې حقیقي تصویرکه ګورې
دعبیدشعرکې شته لکه هنداره