شعـــــرونه

دروازه: سپين کوچی

سپين کوچی

دا هره ورځ تړي په څه خبره دروازه ؟!
زما او ستا تر مینځه پیښوره دروازه …!

تر څو به دا حالات مونږه رانیسې له ګریوانه
ترڅو ډکه له ډار او له خطره دروازه…؟!

ښکاره چې مې په سترګو د مؤمن ورور چیرته نه شي
اوبو نه د اوبو تر سمندره دروازه…!

د سپینو تورو بریښ سره چې شغ د سپینو غشو
کړي نښه د شمشاد، د غره له سره دروازه

د فتحې پر آسونو به سپاره درشي له غرونو
نیزو کې به دې پورته کړي خیبره دروازه

ارمان مې سپینه یاره دی، دکلي ساده ژوند
د خاورو دیوالونه، له نښتره دروازه

کوچیه ستا دغرونو، او رغونو له ژوند ځار
چې نلري کیږدۍ دې، د زړه سره دروازه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x