شعـــــرونه

انځورونه «نظم»

سليم قرار

د چا لاس کې وي جامونه د سلورو
ځینې تکې سرې کاسې وي ګلاب رنګې
چا د خاورو کنډولي لاس کې نیولي
اولسونه ټول حېران ورته ولاړ وي
غرېونیولي ، معناخېزه خاموشي وي
اندېښنې وي، وسوسې وي ، تلوسې وي
کنډولي دي که کاسې دي که جامونه
د سرو وینو نه ډکېږي بیا تشېږي
خو د وینو د وتلو لاره نه وي
چې په کومه لار د لوښو نه بهېږي ؟
اولسونه ورته سترګې سترګې ګوري
چې دا وینه ده له کومې راروانه؟
او دا څنګه تري تم شي او فنا شي؟
*****
زه هم دغه ننداره په سترګو وینم
لړزوي مې، دردوي مې، خوږوي مې
درجه د حرارت مې پورته خېژي
درجه د ځوښ د وینې مې زیاتېږي
اولسونه وي بې وسه ، زه بې وسه
سرچینه د دغو وینو نه ښکارېږي
په علاج باندې یې هیڅوک نه پوهېږي
*****
د خوبونو فرښتې ! الله ته ګوره
نور مې دا رنګې خوبونو نه ازاد که
د ښکلا خوبونه هم درسره ډېر دي
په ښایسته ښایسته خوبونو مې زړه ښاد که
له بدرنګه انځورونو مې ازاد که

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x