نظــر

په جهاد د پنجابیتوب الزام، سیکولران د ډاګیز ارتداد پر لور

افغان اولس په نړیواله سطحه دهغو دریو بختورو قومونو له جملې دي ، چې علی الاستغراق یې اسلام منلی دی ، څيړني ښيي چې په نړیواله سطحه یوازې  عرب ، ترک  او افغان قومونه  ټول په اسلام کې داخل شوي ، چې هیڅ فرد یې کافر نه دی پاته شوی .

افغان اولس کابو څوارلس سوه کاله  ټول مسلمان وو ، او هیڅ کافر او مرتد په کې پیدا نه شو ، که به کوم مرتد په کې پیدا کیده ، نو دشرعي فیصلې له مخې یې یا بیرته اسلام ته راجع کاوو او یایي دارتدادپه جرم سر ترې غوڅاوو.

په افغان اولس کې لومړني ښکاره کافران هغه وخت پیدا شول ، کله چې کمونیستي دهري افکار زموږ هیواد ته راداخل شول ، شوروي کمونیستي اتحاد افغانستان ته په ډیر اهمیت کتل ، دوی فکر کاوو چې دا هیواد دګرمو اوبو او سوسیال هند په خوا دیوه پله  حیثیت لري ، نو په هربیه چي وي  باید کمونیست کړای شي ، دلته دکمونیستي دهري افکارو دخپریدو په وړاندې ترټولو ستر خنډ دافغانانو دیني اعتقاد ( اسلام ) وو ، نوځکه خو کمونیستانو ترهرڅه مخکې په اسلامي عقائدو او ارکانو بریدونه پیل کړل ، او هڅه یې کوله دمؤمنو افغانانو په سترګو کې یې بې ارزښته کړي .

له دې جملې هغه څه چې افغاني کمونیستانو ورباندې ځانونه کافران کړل ، داسلام دوهم رکن  لمونځ  او پنځم رکن حج وو ، کمونیستانو په دې دواړه  اسلامي ارکانو باندې د(عربیت ) ټاپه ووهله ، دوی ویل لمونځ هسې عربي واژې (لغاتونه )  دي ، چې وحشي عربانو به دورزش په وخت زمزمه کولې ، لمونځ له ورزش  پرته  بله  هیڅ معنی هم نلري ، کمونیستانو دغه راز داسلام په معظم رکن  ( حج ) باندې هم دعربیت ټاپه ولګوله ، او ویل به یې چې  حج دعربو یوه اقتصادي پروژه ده ، چې غواړي په دې بهانه  خپل دسیاحت کاروبار ته رونق ورکړي او له خلکو پیسې راټولې کړي ، کمونیستانو به ویل چې شوروي اتحاد دافغانانو لپاره  د ګاونډیتوب په لحاظ ترعربستان  ډیر مستحق دی ، هغه افغانان چې دحج په نامه دعربو په سیل ځي ، باید دمکې او مدینې  په ځای دلیننګراد او ماسکو منظرې وکړي او دلینن   دمومیایي شوي  جسد زیارت ته لاړ شي .

څرنګه چې دکمونیستي تبلیغاتوپه مهال دافغانستان په سطحه دجهاد مسئله دومره متعارفه او دبحث وړ نه وه  نوځکه کمونیستانو  دلمانځه او حج غوندې عباداتو باندې ځانونه  کافران کول ، او په ډاګه یې ترې انکار کاوو.

اسلام یو بشپړ دین  دی چې دعقیدې ، عباداتو ، اعمالو  او معاملاتو په برخو کې خپل احکام  او ارکان لري ، اسلام دیوه مجزا دین په توګه له هرډول کفري  دین سره په یوشکل داشکالو په ټکر کې واقع دی ، که داسلام اقتصادي نظام  دکمونیستانو له  اشتراکیت سره ټکر وو ، نن سبا بیا دنړیوالو سیکولرانو لپاره  داسلام  ستر حکم  (جهاد) داسې څه ګرځیدلی چې دټولو  وطني ، محلي او نړیوالو بیدینانو خوبونه یې تښتولي دي .

له همدې امله خو معاصر بیدینان ( سیکولران ) اوس مجبور دي ، چې دالهي حکم جهاد په وړاندې کټ مټ داسې پروپاګند پیل کړي ، لکه کمونیستان چې دلمانځه ، حج او داسلام دنورو احکامو په وړاندې کول .

لکه څرنګه چې وایي ( الکفرملة واحده ) دکفر ټول اقسام دعقیدې او اعمالو په برخه کې نهایتا سره ورته وي ، کمونیستي او سیکولرستي کفر هم په ډیرو کړنو کې سره ورته بریښي ، مثلا داسلام احکامو داهانت په  برخه کې ، که  کمونیستانو  لمونځ او حج په عربیت  تورناوو ، او دایي عربي رواج  باله ، همدا نن مې ولوستل  چې معاصرو بیدینانو په  ستر الهي حکم ( جهاد ) باندې رسما د پنجابیتوب ټاپه لګولې  وه ، او دغه اسلامي منزل حکم یې دپنجاب پالیسي بللې وه .

دنړۍ په بیلابیلو برخو کې مړتت مسلمانان دکفارو دخوشالولو لپاره  ځینې له شرمه ډکې کړنې ترسره کوي ، څوکاله وړاندې  چې کویټ هیواد دخپلې دفاع لپاره امریکایي پوځیانو ته په خپله خاوره کې اډې ورکړې ، نو ددې لپاره چې دامریکایانو په وړاندې دکویټ دنوي نسل کرکه راونه پاریږي ، دکویټ دمعارف وزارت  دښوونځیو له  کتابونو څخه هغه آیتونه لرې کړل ، چې دجهاد ذکر په کې شوی وو ، یا دیهودو او نصاراوو سره  دښمني په کې یاده شوې وه.

کويت هیواد هغه مهال دغه ناځوانمردانه او اسلام ضد عمل سرته ورساوو ، خو په رسمي کچه یې له جهاد څخه انکار ونه کړ ، مګر راشئ زموږ بي دینانو ته چې ښایي دنړۍ په سطحه ترټولو احمق سیکولران ورته ووایو ، ځکه دغه جاهلان چې ترڅو رسما له الهي احکامو انکار ونه کړي او دکفر په پوله ونه دریږي ترهغوی یې شیطان لوټلی وجدان نه صبر نه کوي .

څو کاله وړاندې دپاکستان په ټاکنو کې په پښتونخوا ایالت  کې  دعوامي نشنل ګوند ډیرې رایې وګټلې او په پښتونخوا کې یې حکومت جوړ کړ ، ددې ګوند غړي پرته له دې چې کوم اجبار یا اړتیا موجوده وي ، د ښوونځیو په کتابونو کې  دجهاد په آیتونو پسې راسم شول ،  د باچا خان دعدم تشدد(عدم جهاد)  دفلسفې په رڼا کې یې دجهاد ټول الهي اوامر دښوونځیو له  کتابونو لرې کړل ، او نوی نصاب یې چاپ کړ ، چې ترپایه په کې  دجهاد نوم هم نه وه اخیستل شوی  او نه په کې له یهودو  او نصاراوو سره  دښمني ذکر شوې وه .

له څوکاله حکومت وروسته  څه موده وړاندې په پښتونخوا کې بیا انتخابات وشول ، چې داځل په کې ډيرې رایې دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف وګټلې ، دعمران خان دحکومت په راتګ سره  دپښتونخوا په تعلیمي ادارو کې یوشمیر مؤمنو معلمینو او متعلمینو غوښتنه وکړه ، چې دوی ته دې بیرته هماغه پخوانی نصاب تدریس شي ، هغه نصاب چې نشنلیانو ترې جهادي آیتونه نه وو حذف کړي ، دپښتونخوا حکومت ددې معترضینو غوښتنه ومنله  او بیرته  یې هماغه زوړ تعلیمي نصاب  جاري کړ ، چې دنشنلیانو ترحکومت وړاندې تدریسېده .

د ښوونځیو په کتابونو کې دجهادي آياتونو  او له  یهودو او نصاراوو سره  دولاء او براء  دمضامینو بیرته ورداخلولو نه یوازې په پاکستان کې دننه  سیکولران سخت په غوسه کړي دي ، بلکې تاو یې  ترکابله هم رارسیدلی دی ، او دلته یې هم  دبيدینانو سپنګې پړسولي دي .

دکابل چاپ محور ورځپاڼې دپښتونخوا دښوونځیو په نصاب کې دجهادي آیاتونو د داخلولو په موضوع یوه داسې مقاله لیکلي ده ، چې دسوچه انکار او داسلام داعظم رکن ( جهاد ) دتوهین بوی ترې راځي ، په دې مقاله کې محورخېلو جهاد رسما په پنجابیتوب تورن کړی دی ، لکه کمونیستانو چې لمونځ او حج په عربیت تورناوو ، دوی دجهاد دقرآني مضمون په اړه لیکي (د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت منلې، چې د توپکو، کارتوسو او جنګي مقابلې د لېږد مضامین د ښوونځیو تعلمیي نصاب ته شامل کړي. ځایي پښتانه وایي، دا د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې لویدیځ هېوادونه د پنجابي استخباراتو په مرسته نوی پښتون نسل په ایډیالوژیک لحاظ د جنګ په روحیه روزي او ترهګري به د پښتنو مزاج ته داخله کړي. )

جاهلو محورخېلو په دې مقاله کې له جهاد څخه  ( دکارتوسو ، توپکو او جنګي مقابلې مضمون ) باندې تعبیر کړی دی چې دارسما ددې ستر دیني رکن سپکاوی دی ، له بلې خوا محورخېلو جهادي مضمون دلویدیځوهیوادونو  او پنجابي استخباراتو ستراتيژي بللې ده .

لوستونکي باید پوه وي ، چې دغه مضمون چې بیدینان یې پارولي دي ، دباروت جوړولو ، جنګي زده کړو او وسلو کوم عملي مضمون نه دی ، بلکې ددرستو اسلامي هیوادونو دنصاب غوندې  دجهاد عام اسلامي مضمون دی ، ددې موضوع په اړه ما دبي بي سي درفعت الله اورکزي مفصل راپور هم ولید ، چې ویل یې په نصاب کې یوازې دجهاد دیني مفهوم اوقرآني آیاتونه بیرته داخل شوي دي ، ښایي دا په اسلامي نړۍ کې یوازینۍ پیښه نه وي ، همدا اوس دسعودي عربستان ، ایران  او نورو ډیرو اسلامي هیوادونو په  تعلیمي نصابونو کې دجهاد مضمون تدریسیږي ، ځکه جهاد داسلام یولوی حکم او ستر باب دی ، چې رسولله صلی الله علیه وسلم ورته  ذروة سنام الاسلام  ( داسلام ترټولو هسکه څوکه ) ویلي دي .

که څوک جهادي مضمون ، جهادي فکر او جهادي پدیده دیوه الهي حکم او دیني ارزښت په توګه په رسمیت ونه پیژني بلکې  اهانتا یې په پنجابیتوب تورن کړي ، په ټیټه ورته وګوري ، او په وړاندې یي معارضه او مقابله وکړي ، نو دا له دې اسلامي حکم څخه  دڅرګند انکار او ارتداد معنی لري او کیدای شي انسان ورباندې کفر ته ووزي .

لکه دکمونیستانو داوج او موج په وخت  کې چې  دعربیت او اخوانیت ټاپه دهرچا موډ ګرځیدلې وه ، او په  هراسلامي عمل ، فکر او پدیده به یې دعربیت  ټاپه وهله ، نن سبا دغرب زده دیموکرات سیکولرانو په عصر کې دپنجابیتوب ټاپه لګول همداسې دچپ لاس لوبه بلل کیږي .

دلته دپټ سترګو ، جاهلو او لارورکو سیکولرانو په  منځ کې داسې انګیرل کیږي ، لکه قرآن چې له لوح محفوظ څخه نه بلکې له لاهور څخه  راغلی وي ، اسلام دپاکستانیانو  بومي کلتور  وي او جهاد دپنجاب سیاسي ستراتيژي .

له همدې امله  خو جهاد ته دپنجاب ستراتيژي ویل کیږي ، دیني علم دپنجاب علم بلل کیږي ، دیني مدرسه دپنجاب استخباراتي فابریکه بلل کیږي ، دکلي او ښار ترټولو پاک طالب او متقي انسان دپنجاب ځری بلل کیږي ، مسواک ، ږیره ، جهاد ، شهادت ، اسلامي اخوت او نورې ټولې دیني پدیدې اسلامي ارزښتونه نه بلکې پنجابي ارزښتونه بلل کیږي .

په اشخاصو او افرادو باندې دبیلابیلو ټاپولګول او پیغورونه ورکول شاید دومره حساسه مسئله نه وي ، که ماته داسلامي اتباع په جرم پنجابی ویل کیږي ، هیڅ پروا نه کوي ، زه تر رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دلوړې مرتبې خاوند نه یم ، هغه ته په همدې اسلام باندې  لیونی ، جادوګر  او ډول ډول پیغورونه ورکړل شوي ، پریږده چې داسلام دښمنان ماته  هم په دې اسلام پیغورونه راکړي ، ترڅو خو مو له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره  یو بل ( مابه الاشتراک )  صفت پیدا شي .

خومسئله داده چې معاصر غرب زده بیدینان ( سیکولران ) په اسلامي احکامو پسې هم راسم شول ، او دکمونیستانو غوندې یې په اسلامي ارکانو  او احکامو باندې هم دتورلګولو  او داغمن کولو لوبه پیل کړه .

خو دلته داخبره باید روښانه کړو چې که  معاصر بیدینان داشخاصو غوندې په اسلامي سوچه احکامو باندې دپنجابیتوب ټاپه لګوي ، هم زموږ لپاره کوم تاوان نه کوي ، لکه څرنګه چې ددوی په  رګونو کې بي دینۍ نفوذ کړی زموږ په روح او بدن کې اسلام همداسې نفوذ کړی دی ، چې دالله تعالی په فضل به یې دهیڅ شیطان وسوسه او تشویش هم  رانه  ونه تروړي ، مؤمن اولس پوهیږي  چې جهاد یوالهي حکم دی ، چې الله تعالی دنبوي هجرت نه وروسته  دجبریل علیه السلام په واسطه رالیږلی دی ، اوموږ ته یې ویلي دي چې ( وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ویکون الدین کله لله . . . ژباړه  :   او له کافرانو سره ترهغو وجنګیږئ چې فتنه پاته نه شي او دین ټول دالله لپاره وګرځي )

موږ پوهیږو ، چې في سبیل لله جهاد  تر پنجاب ،پاکستان ، آی ایس آی ،  حمیدګل او نورو بلابترو ډیر مشر دی ، مرتبه یې خوراعالي ده ، جهاد انساني امر نه دی  بلکې الهي امر او حکم دی ، چې له اسمانه راغلی دی ،جهاد یو ثابت حکم دی چې هیڅوک یې محو کولای نه شي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم جهاد ته دا ګُفت ورکړی چې ( الجهاد ماض الی یوم القیامة ) جهاد به ترقیامته روان وي ، جهاد کوم  ګونګ ، ورک او مبهم  عبارت او مفهوم نه دی ، په جهادي مضمون باندې قرآن  ، احادیث او کتابونه ډک دي ، نوځکه موږ مطمئن یو چې بیدینان په خپلو پوچو تبلیغاتو سره  جهاد او جهادي فکر ته تاوان  نه شي رسولای .

خو په دا ډول جاهلانه  لیکنو سره دوی یوازې خپل ځان ته تاوان رسوي ، ځکه داسلامي شریعت له مخې  دیوه مسنون حکم په استخفاف ( سپکاوي ) سره سړی کفر ته وزي ،  نو اوس تاسو اندازه ولګوئ چې څوک دجهاد غوندې دفرضي حکم سپکاوۍ وکړي ،  نتیجه به یې څه وي .

موږ معاصرو بي دینانو ته یوازې همدا وایو چې په هرڅه  مو لوریږئ ، خو په کفر مو بالله که لوریږئ ، هرڅه وکړئ ، خو له اسلامي څرګندو احکامو سره ډیر احتیاط کوئ ،په جهاد او اسلام دعربیت او پنجابیت ټاپې مه لګوئ ، جهاد کومه دتوطیې تیوري نه ده ، چې په اړه یې له ځانه  په خلاص مټ  انګیرنې او قضاوتونه وکړو ، جهاد یو څرګند او ثابت اسلامي قرآني حکم دی ، که دمسلمانانو په خاوره کافران یرغل وکړي ، لکه اوس چې امریکا زموږ په هیواد یرغل کړی دی ، جهاد په ټولو مسلمانانو فرض عین ګرځي .

موږ باوري یو ، لکه څرنګه چې کمونیستانو  دلمانځه او روژې دیني ماهیت مسخ نه شو کړی او نه چاورسره  دعربیت الزام ومانه ، معاصر سیکولران هم نه شي کولای ، تلپاتو قرآني احکامو ته  تغیر ورکړي ، خو دغه ډول جسارتونه یوازې همدوی   بي دینان د ډاګیز کفر په سټیج درولی او په دنیا  او عقبی شرمینده کولای شي .

قاري حبیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x