شعـــــرونه

غزل: بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

نن درپسې ژاړمه نن ښه درپسې ویر کوم
نن به مې د اوښکو سم باران دې په تصویر کوم

کوندې که راویښې پرې جزبې د ولولو دې شي
نن به په لمبو مې نقاشي د خپل ضمیر کوم

ها خو سر دلاندې راځوړند په جزیره کې دی
څار زه همیشه بیا هم د داسې یواسیر کوم

نوم به دې ماشومه ښه روښانه په منګي لیکم
نن به تسلي د یو ژڼکي په دې تدبیر کوم

څنګه ته ژوندی راشې او ژڼي راته مړه راوړې
نن ېې ګریوان نیسم دا پوښتنه له امیر کوم

ډیرې دورخانۍ راسره ورانې په دي ټکي دي
دا چې زه ټپې مې د ملالې په مسیر کوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x