fbpx

په هیواد کې دننه دولس زره بې ځایه شوي کورنۍ – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ د بښني نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کورنیو شمېر ۱۲ سوه زرو ته پورته شو.

ددغه راپور سره سم په وروستیو دریو کلونو کې دغه شمېر د تیرو کلونو پر پرتله ۵۰ سلنه زیات شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د بې ځایه شویو کورنیو ورځني ژوند، تعلیم، خوراک او تداوي ته هیڅ پاملرنه نسته چې له امله یې ددغه کورنیو ژوند ورځ په ورځ مخ پر خرابېدو روان دی.

ددې راپور د نشر سره سم په نړیوالو رسنیو کې د کابل میشتو بې ځایه شویو کورنیو انځورونه خپاره شوي چې نن ټکی اسیا لاندي انځورونه ځیني انتخاب کړه:

idps (1) idps (2) idps (3) idps (4) idps (5) idps (6) idps (7) idps (8) idps (9) idps (10) idps (11) idps (12) idps (13) idps (14) idps (15)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د