
کبیر رنجبر وایي زما په فامیلي جنجال کې (ISI ) لاس لري
د سپوږمۍ په نوم یوه شل کلنه میرمن په قضایي اورګانونو ګرځي ، او دانصاف غوښتنه کوي ، سپوږمۍ وایي ، چې دحقوق پوهانو دټولنې دغړي او دپارلمان پخواني وکیل کبیر رنجبر لخوا ورسره ظلم او زیاتی شوی دی ، سپوږمۍ دکابل چاپ ملي باور ورځپاڼې ته ویلي دي چې دکبیر رنجبر لخوا په زور نکاح او زیاتی ورسره شوی دی ، خو وروسته له دې چې له کبیر رنجبر نه یې زوی زیږیدلی ، نوموړې یې له کوره شړلې ده او اوس بې سرپرسته پاته ده .
څو میاشتې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې کبیررنجبر یوه کم عمره نجلۍ تښتولې او په زور نکاح کړې ده ، خو وروسته کبیر رنجبر دغه ښځه چې سپوږمۍ نومیږي خپله میرمن وبلله ، سپوږمۍ ملي باور ته ویلي دي ، چې رنجبر یوازې دخپلې رسوایۍ دپټولو لپاره میرمن بللې وه او اوس یې پالنه نه کوي او له کوره یې شړلې ده .
ورځپاڼه وایي کله چې ددې مسئلې په اړه له کبیر رنجبر څخه پوښتنه وشوه ، نو نوموړي لومړی وویل چې دا زما فامیلي او شخصي موضوع ده او څوک باید کار په کې ونلري .
مګر کله چې دورځپاڼې دخبریال لخوا دوضاحت په غوښتلو ټینګار وشو ، نو کبیر رنجبر وویل چې په دې مسئله کې آی ایس آی لاس لري ، دپاکستان پوځي استخبارات غواړي زما اوزماد ښځې ترمنځ جنجال جوړ کړي ترڅو ما رسوا کړي ، دملي باور ورځپاڼې په استناد کبیررنجبر ددې مسئلې چي نوموړی یې خپله فامیلي مسئله بولي ، ټوله پړه په آی ایس آی ورواچوله .
په کابل چاپ مطبوعاتو او دکرزي په مشرۍ چارواکو کې دا یو دود ګرځیدلی دی ، چې دخپلې هرې حکومتي رسوایۍ ، ناکامۍ او بي کفایتۍ پړه په بهرنیو استخباراتو خصوصا په آی ایس آی اچوي ، خو دا لومړی ځل دی چې دپارلمان یو وکیل او وتلی حقوق پوه خپل له ښځې سره جنجال هم دآی ایس آی دسیسه بولي .