
طالبان: په نني برید کې مو نهه تنه قاضیان او څارنوالان انتقاما ووژل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې د غزني ښار په ننۍ جګړه کې نهه تنه قاضیان او څارنوالان وژلي او ۱۲ تنه نور څارنوالان، قاضیان او پولیس یې ټپیان کړي دي.
نن د غزني ولایت په مرکز کې دننه د استیناف محکمې او څارنوالۍ باندي د طالبانو څلور کسو ډله ایز بریدونه وکړه چې له امله یې د مجاهد په وینا یاده مرګ ژوبله اوښتې.
خو د کورنیو چارو وزارت څخه په خپرې شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې په نښته کې یو پولیس او پنځه ولسي وګړي وژل شوي دي.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل رسنیو ته ویلي چې برید کوونکو د پولیسو د یونیفورم او بې غږه تومانچو څخه کار اخیستی.
ذبیح الله مجاهد په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې د استیناف محکمې رئیس سکندر حیدري هم ټپی شوی.
خو امیر خېل وايي چې نوموړی سرسري ټپي شوی دی.
مجاهد زیاته کړې چې دغه برید یې د هغه اعدامونو په انتقام کې ترسره کړی چې تېره میاشت شپږ تنه بندیان د کابل چارواکو له لوري اعدام شوه.
په روانه میاشت کې دا دریم برید دی چې د قضايي ارګانونو په منسوبینو ترسره کیږي. تېره اونۍ د کابل ښار د کمپنۍ له پله سره نیژدې د میدان وردګ ولایت د استئناف محکمې د کارکوونکو پر بس چاودنه شوې وه چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.
طالبانو وروسته له هغه د محاکمو غړي او څارنوالان خپل نظامي اهداف وټاکل چې تېره میاشت په ۵ تنو طالب بندیانو او یوه عام وګړي د اعدام حکم ترسره شو.