په سوریه کې افغان سخت دریځي شیعه ګان د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر څنګ

په سوریه کې ټپي شوي افغان شیعه ګان د مرګ په ارمان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): هغه شیعه افغانان چې د ایران په خوښه په سوریه کې جنګیږي، تر ټپي کېدو وروسته د ایراني چارواکو د بې رخي څخه کړیږي.

افغاني شیعه ګان زیاتره د فاطمیون په نامه قول اردو کې ځای پر ځای شوي، په سوریه کې د ولسي پاڅون پر ضد د بشار الاسد په حمایت جګړه کوي، خو د وروستیو راپورونو پر اساس دغه افغانان چې کله ټپي شي، ووژل شي یا هم بندیان شي، بیا د پوښتني څوک نه لري.

د ټپي شویو شیعه افغانانو په اړه په یوه تازه نشر شوي راپور کې ویل شوي ، دغه کسان چې اکثریت یې د طهران په اطرافي کلیو او کمپونو کې اوسیږي، تر بدني اعاقې وروسته د مرګ په تمنا دي، ځکه چې تر ټپي کېدو وروسته دوی ته هیڅ پاملرنه نه کیږي او نه یې هم په بشپړه توګه تداوي کیږي.
په راپور کې د سید عالم اختري په نامه یو کس چې د ملا د تیر هډوکی یې مات شوي، اوس د حرکت نه دی، پلار یې وایی ، تر دې حالت خو بهتره وه چې زوی مي په سوریه کې «شهید» شوی وای.

د ایران دولتي رسنۍ په سوریه کې د پرمختګونو خبرونه ورکوي، د سوریه جګړه داسي تبلیغوي لکه دوی چې ګټلې وي، د افرادي قوت لپاره د افغان کډوالو څخه ځوانان په مالي وعدو، تابعیت ورکولو، عقیدوي او نورو بهانو سوریه ته بیايي او هلته د جګړې د اوزار په توګه کار ځیني اخلي، خو کله چې له جګړې ولویږي، بیایې پوښتنه نه کوي.

د راپور سره سم هغه افغانان چې د بدن د اعضاو د پرې کېدو له امله نور د جنګ نه وي، د تهران په بقیة الله روغتون کې تر لنډي تداوي وروسته خپل کورونو ته لیږدول کیږي او بیا یې تداوي ته هیڅ پاملرنه نه کیږي، تر دې چې د دوا اخیستلو لپاره پیسی هم نه ورکول کیږي.

په داسي حال کې چې د انقلابي ځواک هر ایرانی غړی په سوریه کې تر ټپي کېدو وروسته د بشپړ علاج ضمانت لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

زه یې تر مړینې همدې ژوندي پاته کیدو ته خوښ یم. پریږده چې د سفاک اسد د دوستی خوند وګوري.

دوی چې یې وژلو ته ورغلي وو، آیا هغه مسلمانان نه وو؟

افغان
میلمه
افغان

احمد صاحب ، ستاسی یادونه هم بی وزنه نه ده ، ولی که ژوره څیړنه او ارزونه وکړو ، دا هم زمونږ د هیواد د اشغال ، غلامی ، فاسدی اداری د بی کفایتیو او ناسمه مدیریت پوری اړه لری ، له یوی خوا دوی او نور ټول له اسلامی او انسانی زده کړو ( هغه چه له د ادم له بچو رشتینی انسانان جوړوی ) بی برخی باتی شو ، د مادیاتو د پاره هلی ځلی لرو معنویات مو صفر او یا صفر ته تقرب کړی ، که دوی په ایران کی نه وایی او بیا بیکاره نه وی… نور لوستل »