افغانستان

فاریاب: امنیتي چارواکو د ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په دوه ورځې جګړه کې يې ۴۰ طالبان وژلي دي.

د فاریاب امنیه قومندان سیداغا اندرابي رسنیو ته ویلي چې دولتي ځواکونو د فاریاب په پنځو ولسوالیو (غورماچ، قیصار، پښتونکوټ، خواجه سبزپوش او دولت اباد) کې د طالبانو پر ضد عملیات وکړل او په جګړه کې یې مات کړل.

اندارابي زیاته کړې چې په تېرو دوه ورځينۍ جګړه کې ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي چې له منځه یې د طالبانو د چهل ګزي ولسوال مولوي عبدالله او د نظامي کميسیون رییسان ملاخان اقا او ملاګل محمد هم شامل دي.

امنیه قومندان  په جګړه کې د دوه اربکیانو او درې پوله ساتو ځواکونه ټپي کېدل هم منلي دي.

نوموړي په جګړه کې د دوه ماشومانو وژل هم تایید کړي دي.

د بل لوري د د ۲۰۲ شاهین قول اردو اولې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن محمد رضا رضايي ویلي چې د پښتون کوټ ولسولۍ په ګدای قلعه، جرقلعه او ینګي قلعه کې یې د دیسي توپ پر مټ ۱۲ طالبان وژلي او ۲۳ نور يې ټپیان کړي دي.

هغه زیاته کړې چې د دیسي توپونو په دغه برید کې د طالبانو اته موټر او موټر سایکل هم ویجاړ شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د دولتي مسوولینو د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x