افغانستان

د مشرانو جرګې غړی او دسرپل ولایت قومي مخور قاضي عبدالحی له طالبانو سره یوځای شو

qazi a hai

دسرپل ولایت  یو بانفوذه ازبک قومي مشر او پخوانی جهادي قومندان قاضي عبدالحی له طالبانو سره تر یوځای کیدو وروسته  دامریکا او دهغوی دملګرو په وړاندې دجهاد اعلان کړی دی .

قاضي عبدالحی چې دسرپل دکوهستاناتو اوسیدونکی دی ، او ددې ولایت له  بانفوذه څیرو څخه شمیرل کیږي ،  تردې وړاندې یې دکابل حکومت په مشرانو جرګه کې دسرپل داستازي په حیث دنده اجراء کوله ، په دې وروستیو کې نوموړي  دکرزي له حکومت څخه لوری اړولی دی او له خپلو ټولو کسانو سره دطالبانو صف ته ورغلی .

په هغه ویډیويي مرکه کې چې دطالبانو په سایټ الاماره باندې نشر شوي ده ، قاضي عبدالحی وایي ، چې دکرزي دحکومت ګوډاګیتوب ، فساد ، ظلم او نورو ناروا کړنو  او د جهادي صف حقانیت دې ته اړ کړ ، چې په خپل کردار له  سره غور وکړي ، او له طالبانو سره یوځای شي .

قاضي عبدالحی چې په تیر جهاد کې داتحاداسلامي یو مشهور قومندان پاته شوی دی ، دسرپل په ولایت کې پراخ نفوذ لري ، نوموړي په خپله مرکه کې ویلي دي ، چې افغانستان دامریکایانو لخوا اشغال دی ، دکرزي حکومت بې واکه  او ګوډاګی دی ، نوځکه  ورسره جهاد اعلانوي .

یو وروستی راپور وایي  چې دپخواني سناتور قاضي عبدالحی دجهاد له اعلان سره دسرپل په کوهستاناتو او ځینو نورو سیمو کې  ځایي خلکو دمحلي عسکرو او اربکیانو په ضد پاڅون پیل کړی دی ، چې په نتیجه کې یې دکوهستاناتو ولسوالي په بشپړه توګه دطالبانو لاسته ورغلې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x