افغانستان

کندهار: د پاکستان څخه په وارداتي غوښې بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت چارواکو په هغه غوښه چې له پاکستان څخه واردیږي محدودیتونه وضع کړي او ګواښ یې کړی چې سرغړونکو ته به سخته سزا ورکړي.

د کندهار چارواکو دغه اقدام تر هغه وروسته وکړ چې دوه ورځې وړاندې د سپین بولدک – کندهار په لاره خرابه غوښه چې د پاکستان څخه وارده شوې وه ونېول شوه او تر دې دمه څرګنده نه شوه چې دغه غوښه د کومو څارویو وه.

د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي نن په دغه ولایت کې د ښاروالۍ، عامه روغتیا، ګمرکاتو، سوداګرۍ او صنایعو او د قصابانو د اتحاديې مسوولینو سره یوځای بېړنۍ ناسته کړې ده.

شمسي په ناسته کې ویلي چې هغه غوښې چې د پاکستان څخه واردیږي او خرابې وي، باید مخه یې ونېول شي.

هغه زیاته کړي چې دوی ته رسيدلي راپورونه وايي چې پاکستاني غوښې خرابې دي او معلومې هم نه دي چې کومو څارویو دي.

مرستیال والي په ناسته کې پریکړه وکړه چې کندهار ته به هېڅ ډول پاکستانۍ غوښه نه واردیږي ځکه ډیری غوښه دغه ولایت ته د صحي سند پرته راځي.

د کندهار ولایتي شورا غړو ويلي وو چې کندهار ته د پاکستان څخه دغه غوښه د تېرو څوارلس کلونو څخه راځي او دولت یې د مخنيوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

دوی زیاته کړې وه چې د پاکستان څخه وارده شوې غوښې د معایناتو وروسته معلومه شوې چې دغه غوښې د مردارو او مریضو څارویو ده چې هم یې خوړل حرام دي او هم وګړي په بېلابېلو مرضونو اخته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د حلال او حرامو فرق خو نشته خو چې بد بويه او خرابې نه وي ….
نور يې دوی ذبحه مهمه نه ده ؟؟؟؟

بې نوم

دا به هم د کوم لالا یا بادار لخوا ورته ویل شوي وي چې اوس یې بندیز پرې ولګاوه، او که نه دا ۱۴ کاله مو څه …. خوړلې. یا باید دا ووایي چې رشوت یې نه راکاوه نو ځکه مې نر غوندې بندیز پرې ولګاوه.

بې نوم

افغان

مهمه دا ده چه ، دغه بندیز هم د لوی بادار له خوا دی د افغانستان او پاکستان شرایط څیړی او د خپلو ګټو د پاره یی لکه دسطرنج د تختی په شان نن یوه مهره مخی ته کوی او صبا بله مهره تر څو اخری کشت او مات ته ورسیږی یعنی اخری کشت او مات سمدلاسه امکان نه لری . افغانستان او پاکستان دواړه غلامه اداری لری دا حکومتونه نه دی ،حکومتونه د هغه هیوادو د ولسونو د ټاکلو به واسطه رامنځته کیږی اداری د بادارانو د استعماری او استثماری ګټو له مخی وی ، مونږ په خپلو سترګو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x