افغانستان

بهرنيو چارو وزارت د پاکستان شارزدافير «احتجاجا»ورغوښتی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د بهرنيو چارو وزارت پېښور کې افغان ډيپلوماتانو سره د پاکستان امنيتي ځواکونو له لوري «د ناوړه چلند» په اړه «سخت احتجاج» کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت نن په کابل کې د پاکستان شارزدافېر معظم علي ورغوښتی و او د پاکستاني پوځيانو له لوري يې افغان قونسلر سره د ناوړه چلند له امله ورته سخت احتجاج کړی دی.

له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د سياسي چارو د څانګې مشر موسی عارفي نن مازديګر د يادې پېښې په اړه پاکستاني ډ‌يپلومات ته خپل اعتراضي ليک ورکړ او ورته يې وويل، چې له ډيپلوماتانو سره د امنيتي ځواکونو دا ډول چلند له ډيپلوماتيکو او نړيوالو اصولو سرغړونه ده.

موسی عارفي پاکستاني شارزدافير ته وويل، چې د امنيتي ځواکونو له لوري دغه ډول ناوړه چلند د دواړو هېوادونو په اړيکو منفي اغېز کوي او ټينګار يې وکړ، چې راتلونکي وخت کې بايد داسې پېښې تکرار نه شي.

پاکستاني ډيپلومات افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې د دوی اعتراضي ليک او غوښتنې به تر خپلو لوړپوړو چارواکو ورسوي او هڅه به وکړي، چې راتلونکي کې د دغه ډول کړنو مخنيوی وکړي.

تېره ورځ پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ له دې امله احتجاجا تړل شوې وه، چې افغان ډيپلوماتانو ويلي و، چې پاکستاني امنيتي ځواکونو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

افغان ډيپلوماتانو شکايت کړی و، چې د دوی پر موټرو ډيپلوماتيک نښانونه هم لګېدلي او سره له دې امنيتي ځواکونه ورسره ناوړه چلند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x